ایا خلیلزاد به په خپلې دندې پاتې شي؟
د امریکا د بهرنیو خدمتونو د ټولنې د شمېرو له مخې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر بل هر ولسمشر ډېر سیاسون د سفیرانو په توګه ټاکلي دي.
د امریکا متحدو ایالاتونو پر ۱۸۹ سفیرانو سربیره، د ځانګړو سیمو یا خاصو موضوعاتو لکه د افغانستان د سولې د بهیر، د غربي بالکان د مسایلو او د صربیا کاسوو د مذاکراتو لپاره ځانګړي استازي هم ګومارلي دي.
که څه هم وروسته تر دې چې نوی ولسمشر انتخاب شي، ډېر سفیران غواړي چې خپلې دندې پریږدي خو په ټوله کې به دا پردې دندې ټاکل شوي سیاسون وي چې خپلې دندې به پریږدي.
وروسته تردې چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ کاندید جوبایډن د بري اعلان وشو، په بهرنیو هېوادونو او د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون نړیوالو سازمانونو کې به له ټولو شاوخوا ۲۰۰ سفیرانو او استازیو رسماً وغوښتل شي چې استعفاوې ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مسلکي کارکونکی رونالډ نیومن چې د افغانستان په ګډون یې په څو هیوادونو کې د امریکا د سفیرپه توګه د نده ترسره کړې، وایي، که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ډیپلوماسۍ په برخه کې اوږده تجربه لري، خو ترهغه ځایه چې نوموړی جمهوریپال اوله اوږدې مودې دې ګوند سره تړلی، ښایي له دغې دندې لیرې شي.
د افغانستان د دفاع وزارت د پالیسۍ پخوانی مرستیال او د جنګ او سولې د مطالعاتو د انستیتوت مشرتمیم عاصي هم ورته نظرلري.
هغه ازادي راډیو ته وویل، د دې ډیراحتمال شته چې د جوبایډن د ادارې د نوي ټیم په راتګ سره خلیلزاد هم لیرې شي:"ډېر احتمال شته چې ښاغلي خلیلزاد او ټیم یې لیرې شي او نوی ټیم وګومارل شي. د دوحې د موافقې پرځینومواردو ښایي بیا خبرې وشي."
د ښاغلي عاصي په وینا په کابل کې به د امریکاسیاسي او پوځي مشران هم بدل شي او د سولې بهیربه نوی ټیم مخ ته یوسي.
ښاغلی نیومن وایي، حکومت به د بهرنیو چارو وزارت ته خبرورکړي چې د کومو سفیرانو پرپوستونوغواړي سیاسیون وګماري.
خو د امریکا د پخواني ولسمشربارک اوباما د ادارې یوه پخواني چارواکي چې د جنوبي آسیا د چارو سابقه لري او په قطرکې د سولې روانو خبرو ته په پام یې نوم ندی افشا شوی، وایي، ګونګوسې شته چې جوبایډن ښایي له هغه وغواړي چې د سولې هڅو ته دوام ورکړي.
دغه پخواني چارواکي ویلي، ښاغلی خلیلزاد د دواړو ډیموکراټ او جمهوریپال ګوندونو ملاتړلري او په دې اړه هم بحث کیږي که د سولې خبرې پرمختګ ونکړي، له افغانستانه دې د امریکایي سرتیرو د وتلو پروسه شاته وغورځیږي.
جوبایډڼ د امریکا د پوځ له ورځپاڼې ستارز انډ سټراپس سره په تیره سپټمبرمیاشت کې په یوه مرکه کې ویلي و چې دې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د یوه ځانګړي ځواک د پاتیدو ملاتړکوي.
په دې مرکه کې بایډن دغه راز ویلي وچې دې اټکل کوي چې یونیم زرتردوه زره پوځیان به په افغانستان کې وساتي.
په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیرڅلورنیم زرو ته رسیږي.
پر سفیرانو سربېره چې له نوي بدلون سره به لیرې کیږي، له معمول سره سم د بهرنیو خدمتونو د متخصصینو چې تر ډېره د درې کلونو لپاره ګومارل کیږي، اکثراً استعفاوې یې نه منل کېږي.
خودا مسله د هغوکسانو په مورد کې چې مستقیماً د سپینې ماڼۍ له خوا پرسیاسي پوستونو ګومارل شوي، صدق نه کوي.
د امریکا د بهرنیو خدمتونو یو متقاعد کارکونکی جان هربست وایي، له تاریخي نظره حکومت په بهرنیو هیوادونو کې یوپرڅلورمه یا یوپردریمه سفیران د سیاسي انګیزو له مخکې په دندو ګومارلي خو په دې وروستیو کلونو کې دغه فیصدي لوړه شوې ده.
د ولسمشرټرمپ ادارې ۸۱ سفیران او استازي ټاکلي چې دا پرسیاسي ملحوظاتو د داډول ټاکنو په سلو کې ۴۳ ده.
خو ویلیام کورتني چې د واشنګټن د راند په تحقیقاتي مرکزکې څیړونکی دی، ازادي راډیو ته وویل چې د دې احتمال شته چې جوبایډن به نوې ګومارنې د سیاسي انګیزو له مخې ونکړي ترڅو له هغو اقداماتو ځان لیرې وساتي چې ټرمپ کړي.