د بشري حقونو څار سازمان له اروپايي ټولنې نوې غوښتنه کړې
د بشري حقونو د څار سازمان له اروپایي ټولنې وغوښتل چې له منځنۍ آسیا سره زیاتې مرستې د بشري حقونو په برخه کې د ریښتینو اصلاحاتو د مسئلې له یقیني کولو سره وتړي.
نیویارک میشتې هیومان رایټس واچ ډله دغه غوښتنه نن داسې مهال کوي چې د دې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل به نن په مجازي ډول د اروپایي ټولنې او مرکزي آسیا د هېوادونو، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۱۶ مه غونډه کې سره وګوري.
د اروپا او مرکزي آسیا لپاره د هیومان رایټس واچ مشر هوګ ویلیامسن په یوه بیان کې وویل چې د مرکزي آسیا هېوادونو لکه قرغزستان به د سیاسي ناکراریو یا د کرونا د خپرې شوې وبا د ستونزو پر وړاندې ښه اقدامات کړی وای که یې د بشري حقونو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي وای.