اسرائیل وايي په سوریه کې یې پر دوو اهدافو هوایي بریدونه کړي
اسرائیل وایي، په سوریه کې یې د سوریي پوځ او د ایران قدس ډلې پر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.
د اسرائیل په وینا دغه بریدونه وروسته تر دې وشول چې د دوی تر واک لاندې جولان سیمه کې د سړک غاړې یو ماین وموندل شو.
د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي، د اسرائېلو په حمله کې درې پوځي کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپی دی.
اسرائیل د ۱۹۶۷ کلونو په جګړه کې د جولان تپې اشغال کړې او وروسته یې ځینې سیمې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، دغه ګام د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت ونه پیژندل شو.
اسرائیل له تېرو څو کلونو راهیسې د سوریې پر پوځي اهدافو او د قدس او حزب الله ډلې پر مرکزونو بریدونه کوي.
ایران د سوریې د رژیم او د بشارلاسد ملاتړی دی، خو دمشق هېڅکله نه ده تأیید کړې چې ایراني ځواکونه دې د سوریې خاوره کې حضور ولري.