Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون د برید درېیم طراح هم ونیول شو

0
امرالله صالح: پر کابل پوهنتون د برید درېیم طراح هم ونیول شو

په کابل پوهنتون له حملې پوره ۱۶ ورځې وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د دغې حملې په تړاو د تازه نیونو او پرمختګونو خبر ورکړ.

ښاغلي صالح د چهارشنبې (د لړم ۲۸مه) په ورځ د سهار د شپږنیمو بجو د غونډو په دوام په خپل فیسبوک پاڼه ولیکل: "بیا هم د کابل پوهنتون د قضیې په تړاو زیات پرمختګونه شوي، د نیولو شویو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، دا ځل مو د رحمت الله په نامه د دغه جنایت مستقیم شریک او د هستې غړی نیولی دی."

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د کابل پوهنتون له مشرتابه وغوښتل چې د نیولو شوېو کسانو پر وړاندې دعوه پرانیزي.​

نوموړي دغه شان د بشر حقونو په خپلواک کمېسیون هم انتقاد وکړ او ويې ویل، تمه لري چې دغه کمېسیون له خپل همیشني عادت چې انتقاد دی راووځي او له راپور لیکنې دباندې د خلکو د حقونو لپاره له نړیوالو مؤسساتو سره خبرې وکړي.

ښاغلی صالح هره ورځ د سهار په شپږ نيمو بجو د کابل له امنيتي مسؤلينو سره ګوري او د غونډې جزئيات په خپله فيسبوک پاڼه هم شريکوي.

نوموړي ته په دې وروستيو کې د ولسمشر غني له خوا د کابل د امنيت د څارنې دنده سپارل شوې ده.

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د عامه اړيکو او مطبوعاتو د دفتر رئیس رضوان مراد وايي چې تر اوسه د دغې حملې درې طراحان نیول شوي او هڅه دا ده چې نور يې هم ونیول شي.

ښاغلي مراد زیاته کړه: "تر اوسه د دغې حملې د طراح د هستې درې تنه نیول شوي، یو بل کس چې له کابله د تېښتې په حال کې و، له امنیتي ځواکونو سره په حمله کې له منځه تللی، پرمختګونه روان دي او د ټولې هستې د نیولو لپاره کار دوام لري."

د ښاغلي مراد په خبره په کابل پوهنتون حمله یو بشري جنایت دی او د پېښې د قربانیانو له کورنۍ او د کابل د پوهنتون له مشرتابه د دوی غوښتنه دا ده چې د نیولو شویو کسانو پر وړاندې حق العبدي دعوه پرانیزي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بيا په دغه کمېسیون د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د انتقادونو او غوښتنو په تړاو خبرو ته حاضر نه شو.

خو د کابل پوهنتون مسؤلین وايي چې د حملې د قربانیانو له کورنیو سره په همغږي به په کابل پوهنتون د حملې د طراحانو پر وړاندې دعوه پرانیزي.

د دغه پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال فیصل امین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې اړه د کابل پوهنتون جدي دی، د کابل پوهنتون مشرتابه به د شهیدانو له کورنیو سره په همغږي په دې اړه خپل تصميم اعلان او حق العبدي دعوه وکړي، څو رسېدنه ورته وشي."

پوره ۱۶ ورځې وړاندې د روانې لړم میاشتې په ۱۲ مه نېټه درې ځانمرګي بریدګر کابل پوهنتون ته ننوتل او د حقوقي ستاژ په برخه کې يې په محصلینو ډزې وکړې، وروسته له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل او په شااوخوا شپږ ساعته جګړې کې له منځه ولاړل.

دغه حمله چې په ملي او نړیواله کچه سخته وغندل شوه، شااوخوا ۲۲ تنه په کې ووژل شول او ۴۰ نور تپيان شول.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






МИД Белоруссии: Минск и Москва обеспокоены враждебной риторикой Запада

Только сутки. Эксперт рассказала, от какой болезни умирают 63% детей

Инаугурация Владимира Путина состоится в Кремле 7 мая

Открытый московский фестиваль конного искусства и спорта пройдет на ВДНХ