بدخشان چارواکي: مایمي ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې
د بدخشان چارواکي تأییدوي چې د دې ولایت مایمي ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې ده.
د مایمي ولسوال کامبیز قرباني ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه (د لړم ۲۹مه) سهار پنځه بجې وسله والو طالبانو له بېلابېلو استقامتونو د دې ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه پیل کړل .
دی وایي، جګړو څو ساعته دوام وکړ: "امنیتي ځواکونو مو لږ وو . انتنونه کار نه کوي. هغه ولسوالۍ چې د زړه په وینو مو جوړه کړې وه، له بده مرغه د دښمن لاسته لویدلې. د جاشتګ او ورسج قومي خلک لا هم د جنګ په حال کې دي، خو له بده مرغه د هغوی مهمات هم لږ دي."
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني هم په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې خبره کوي، خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات نه دې ورکړي.
نوموړي په خپله د مایمي ولسوالۍ د امنیه قوماندان د وژل کېدو خبره رد کړ.
تر دې وړاندې د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي د امنیه قوماندان او د ملي امنیت د مدیر د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.