هرات کې له ۳۰ زرو لیټره زیاتو الکولو د قاچاق مخه ونیول شوه
د هرات پولیسو دې ولایت ته تر ۳۰ زرو ليټرو ډېرو الکولو د قاچاقو مخه ونيوله.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګذرې ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۱ زره او ۳۱۰ لېټره ايټايل الکول په ميرداود دروازه کې ونيول شول. دا الکول په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې هرات ښار ته قاچاق کړل شي.
د دې موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نيول شوي دي.