Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

عبدالله: له ترکي ولسمشر سره مې پر سولې رغنده خبرې لرلې

0
عبدالله عبدالله وايي، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د افغان سولې په تړاو رغنده خبرې کړي.


د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ښاغلي عبدالله پرون د جمعې(د لړم ۳۰مه)  په ورځ له ولسمشر اردوغان سره کتلي.


ښاغلي عبدالله د دې لیدنې او ترکیې ته د سفر په اړه یوه مرکه په خپل فیسبوک خپره کړې: "ترکیي د اسیا زړه استانبول پروسه پيل کړې، د افغانستان او ګاونډیو درې اړخیزې غونډې یي جوړې کړي، همدا راز یې د یو دور خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ، څه چې ما ترې وغوښتل هغه دا و چې دا هڅې ډېرې کړي."


 




عبدالله عبدالله وايي چې د افغان سولې او ثبات په تړاو د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جلبول ډېر مهم دي.


هغه تر دې مخکې د یاد هدف لپاره پاکستان، ایران، هند او ازبېکستان ته هم سفرونه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса