Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

په کابل کې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور اووه کسان نیول شوي

0
په کابل ښار کې د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو په تور اووه نفره ونيول شول.



د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس ازادۍ راډيو ته وويل: له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په دوولسمه ناحیه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيرويين ونيول شول، دا هيرويين د موټر په ټايرونو کې پټ ایښودل شوي او په پام کې وه چې پر معتادينو باندې وپلورل شي.



دغه ډول پولیسو د خيرخانې په کوتل کې هم عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي ونيول شول، دې قاچاق کوونکو څلور کيلوګرامه ښيښه په يوه سفري بکس کي ايښي او غوښتل يې چې د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه يې کابل ته قاچاق کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса