Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

ملګري ملتونه: عراق کې دې ژر تر ژره د بندیانو له اعدامولو لاس واخلي

0
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکو د عراق له حکومته غوښتي چې خپل نړیوال مسؤلیتونه درک او ژر تر ژره دې د بندیانو له اعدامولو لاس واخلي.


دوی دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې د پلټنو په لړ کې دې پایلې ته رسیدلي چې لسګونه کسان په عراق کې د دوی په خبره د غیر عادلانه محاکمو په لړ کې په اعدام محکوم او سزا پرې پلې شوې ده.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پلټونکو ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې بندیان ډېری وختونه له لومړنیو حقونو محروم شوي او د پوښتنو ګرویږنو په وخت د هغوی د ځورونې شکایتونه چا نه دي څېړلي.




له دې ډلې د دوی په خبره ښايي د دوشنبې په ورځ ۵۰ تنه اعدام شي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ سازمان ویلي چې د نوومبر په ۱۶مه نېټه په یوه ورځ ۲۱ نور کسان هم اعدام شوي او تر هغه مخکې د رویټرز د راپور له مخې په اکتوبر کې ۲۱ کسان د ناصریه په مرکزي زندان کې چې په الحوت محبس مشهوره دی هم اعدام شوي وو.


د ملګرو ملتونو پلټونکو ویلي چې څلور زره بندیان په عراق کې د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تړاو په اعدام محکوم شوي.




که د دغو بندیانو د اعدام حکم لاسلیک شي، وېره یې شته چې یو ځل به په ټولو باندې سزا پلې شي.


د عراق حکومت تر اوسه پورې د بشري حقونو د دغو پلټونکو د اعلامیې او غوښتنو په تړاو څه نه دي ویلي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان مشرې مېشل باچلیت تېره اوونۍ په عراق کې د ۲۱ کسانو تر اعدام وروسته له عراقي حکومته وغوښتل چې پاتې اعدامونه دې بند کړي.


مېرمن میشل زیاته کړې وه چې دوی د عادلانه محکمې له اصولو د سرغړونې، د دفاع د ښو شرایطو د نشتوالي، په اعترافونو باندې له حده زیاتې اتکا او د پرله پسې ځورونو ګڼې ادعاوې ثبت کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса