Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ شخړه شوې

0
په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند شو.



د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن آزادي راډیو ته وویل چې د تورخم لاره وروسته له هغه بنده شوه چې په دې ښارګوټي کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د پخپل سر آبادیو چارو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ممانعت له کبله د دواړو لورو ترمنځ ډزې وشوې. 


هغه زیاته کړه: " په تورخم ښارګوټي کې له پخوا نه په یوه سیمه کې پاکستان لوري غوښتل د آبادۍ چارې ترسره کړي، نن یې بیا هم تحرکات  کړي وو چې زموږ د ځواکونو لخوا یې ممانعت وشو، بیا ځینې هوایې ډزي هم وشوې، له همدې امله د پاکستان له لوري لاره تړل شوې ده." 



ښاغلی خوګیاڼی وایي، له دیپلوماتیکو لارو د دې لاري د بېرته پرانستلو هڅې پیل شوي دي.



نوموړي ونه ویل چې په دې نښتو کې چاته زیان رسېدلی که نه. 



 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса