Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

د روسیې او ارمنستان چارواکو د نګورنو قره باغ په اړه خبرې کړي

0
د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره ولیدل څو د نګورونو قره باغ د جګړو د اوربند پر نافذېدو خبري وکړي.


د پاشینیان دفتر لیکلي چې سرګي شویګو او سرګي لاوروف نن د ارمنستان په پلازمېنه یریوان کې له ارمني صدراعظم سره لیدلي دي.


دغه دفتر د ارمنستان د صدراعظم له قوله ویلي چې ارمنیانو تل د جګړو پر مهال د روسیې ملاتړ حس کړی دی چې په دې کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین شخصي او د حکومت ملاتړ شامل دي.


د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ، ښاغلي پاشینیان ته ویلي چې روسي سوله ساتي ځواکونه چې دا اوربند څاري ، د آذربایجان د بیلې شوې نګورنو قره باغ تقریباً ټوله خاوره تر څار لاندي نیولې.


آذربایجان او ارمنستان پدې وروستیو کې د نګورنو قره باغ پر سر سختي جګړې وکړې، خو د روسیې په منځګړیتوب د دوی ترمنځ د نومبر پر لسمه اوربند وشو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса