روسیه: د امریکا یوه جنګ کښتۍ د لېرې ختیځ له اوبو په شا شوه
د روسیې دفاع وزارت وایي، د متحد ایالتونو یوه جنګي کښتۍ وروسته له هغې د روسیې د لېرې ختیځ له اوبو په شا شوه چې خبرداری یې ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت په بیان کې ویلي دي چې د "یو. اېس. اېس. جان اېس مککین" په نوم امریکایي بیړۍ د لوی پیټر په خلیج کې نن دوه کیلومتره د روسیې اوبو ته ننوتې وه چې د اډمیرال وینوګرادوف بیړۍ له خبرداري وروسته بیرته په شا شوه.
په ارام سمندر کې د امریکا سمندري خواکونو په یوه بیان کې پرته له دې چې دې پیښې ته اشاره وکړي ویلي دي چې دوی ازادانه خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.