چارواکي: کندهار کې پر پولیسو موټربم چاودنه شوې
د کندهار ښار په عینو مېنه کې د پولیسو پر یولسمې حوزې موټر بم چاودنه شوې ده.
د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی برید تاییدوي، خو سم لاسي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي.
یوې امنیتي سرچنې بیا ویلي، برید کې چې سهار لس نیمې بجې وشو، پنځه پولیس ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.