Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

کرنې وزارت: سږ کال بدخشان کې د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي

0
 کرنې وزارت: سږ کال بدخشان کې د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، د بدخشان د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال د دې ولایت د اينجې د حاصلاتو کچه ۳۵ ټنو ته رسېږي. 

ښاغلى رستمي وايي، چې اينجه تر ډېره په دې ولایت کې په وحشي او طبیعي ډول شنه کېږي خو په خبره يې، د کرنې وزارت هم د اينجې د کرکېلي د سیمو په پراختیا کې عمده رول درلود او تېر کال يې د درایم او تیشکان په ولسوالیو کې په نږدې په ۲۵۹ هکټاره ځمکه کې د اينجې کرکېله کړې ده.

اينجه یو طبي بوټی دی، چې د بدخشان ولایت د ډېرو ولسوالیو په غرونوکې په طبعي ډول شنه کېږي.

د کرنې وزارت وايي، تر دې دمه د بدخشان ولایت د طبعي اينجې د سیمو په هکله کومه دقیقه سروې نه ده تر سره شوې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې څو ورځې مخکې ازادي راډيو سره شريک کړي وو،  سږ کال په تخار ولايت کې هم د اينجې د حاصلاتو کچه ۱۲۵ ټنو ته رسېږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Тарпищев: нельзя Медведева назвать главным претендентом на золото Олимпиады






Россиянкам раскрыли четыре чудо-процедуры против морщин и старения кожи

Стоимость аренды квартир в России за год выросла на 32%

Рэпер Xzibit анонсировал возвращение знаменитого шоу «Тачку на прокачку»

Россия заменила турбины "Сименс" отечественными ГТД-110М