"جوبایډن" ته د ورځنيو محرمو استخباراتي راپورونو لېږل پيل شول
سپینې ماڼۍ اجازه ورکړه چې منتخب ولسمشر جوبایډن ته ورځني محرم استخباراتي راپورونه ولېږل شي.
ورځني امنیتي راپورونه ولسمشر ته وړاندې کېږي خو په امریکا کې منتخب ولسمشر هم د دې حق ترلاسه کوي چې دغو راپورونو ته لاسرسی ولري.
په دغو راپورونو کې ملي امنیت ته د ورپېښو ګواښونو په اړه معلومات شامل وي.
منتخب ولسمشر جوبایډن ته د ورځني راپور د لېږلو لړۍ وروسته له هغه پيل شوه چې پرون د ټرمپ ادارې وویل د بایډن ادارې ته د انتقال رسمي بهیر پیلېدای شي.
ولسمشر ټرمپ خپله ماته نه ده منلې او تور یې لګولی چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي.