بلخ چارواکي: د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی
د بلخ امنیه قوماندانۍ تأیید کړه چې د چمتال ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې دغه قوماندان امیرګل نومېده او تېره شپه د مزارشریف ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمو کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.
ښاغلي عادل وویل چې د دې پېښې په اړه څېړني پیل شوي دي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شو.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.