پېژندل شويو دوو متقاعدو سوک وهونکو تېره شپه لوبه کړې
په نړیواله کچه پېژندل شویو متقاعدو سوک وهونکو مایک ټایسن او روی جونز بېګا له خیریه ټولنو سره د مرستې په هدف سره ولوبېدل.
لوبه د داورانوله خوا مساوي اعلان شوه.
ټایسن څلور پنځوس کلن اورویجونز ۵۱ کلن دی.
دوی دواړه په ځوانۍ کې څو دورې د اتلولۍ کمربندونه ګټلي دي.
لوبه د لاس انجلس ښار په سټاپلس مرکز کې وشوه.
خلک ځکه لیدو ته نه و ورپرېښودل شوي چې امریکا د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر داسې لوبې یواځې په ټلویزیون ښکاروي.