Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

په پکتیکا کې وزیرستاني کډوال د خوست غوندې مرستې غواړي

0
په پکتیکا کې وزیرستاني کډوال د خوست غوندې مرستې غواړي

د پکتیکا په برمل او لمن کې میشت وزیرستاني کډوال له افغان حکومت، کډوالو لپاره د ملګرو ملتنو له عالي کمیشنری UNHCR او نړیوال خوراکي پروګرام غواړي، چې دوی سره دې نقدي او د ژمنیو توکو  مرستې وکړي.

دوی وايي، په خوست کې وزیرستانیو کډوالو هرې کورنۍ ته ۱۵نیم- -۱۵نیم زره افغانیو نقدې مرسته روانه ده، خو په پکتیکا کې تر اوسه میشتو کډوالو ته دا ډول مرسته نشته.

بل لوري ته د دواړو ولایتونو حکومتي مسوولین وايي، چې په خوست کې کډوالو ته روانه مرسته هغو کورنیو لپاره ده، چې  سرپرست یا د کار او ګټې وټې څوک  ونه لري.

نن د دوشنبې په ورځ  د پکتیکا په برمل کې میشت وزیرستاني کډوال رمضان مشال راډیو سره په خبرو کې له یونسیار او افغان حکومت وغوښتل، چې دوی هم په خوست کې د میشتو کډوالو په شان کډوال دي، دوی سره کونډې او یتمان اوسیږي، خو د ګوازې هیڅ امکانات ورسره نشته.

ده زیاته کړه، دوی د ژوند په ټولو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خپلو سیمو ته د واپسۍ لاره هم نه لري، نو دوی سره دې د ژمنیو خوراکي توکو مرستې وشي.

د زاید الله په نوم په برمل کې یو بل میشت وزیرستانی کډوال وايي، د پکتیا په برمل او لمن کې خواوشا درې زره کورنۍ میشتې دي، خو لږ تر لږه په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو په شان هم ورسره مرستې نه کیږي.

ده وړاندیز وکړ، چې په خوست کې د وېشل کېدونکې مرستې په شان چې یو شمېر کورنیو ته ۱۵نیم-۱۵نیم زره افغانۍ ورکول کیږي، دوی ته دې ته هم ورکړل شي.

د سید حیدر خان په نوم وزیرستانی کډوال وايي، دا شپږ کاله دوی دلته اوسیږي او له پیل نه افغان حکومت دوی سره دا ژمنه کړې، تر څو چې دوی دلته اوسیږي، وزیرستانیو سره به مرستې کوي.

ده زیاته کړه، له دوه کلونو راهیسې دوی سره نقدی مرستې بندې شوي او سږ کال خو هغه د خوراکي توکو مرسته هم بیخي کمه شوې ده.

په خوست کې د کډوالو چارو ریاست مسوولین مني، چې پدې ولایت کې د ۷ زره کورنیو څخه ۱۲۲۳ کورنیو سره د پنځلس نیم-پنځس نیم زره افغانیو معادل مرستې کیږي.

د خوست د کډوالو چارو رئیس محمدهاشم حلیم  په خوست کې کډوالو ته د توزیع کیدونکو نقدي مرستو په باب وویل،دا هغه کورنۍ دی، چې د یونسیار سره لخوا د بایوميټریک په ډیټابس کې ثبت دي.

دده په وینا، ددې کورنیو کیفیت دادی چې سرپرستان نه لري، یا يې له اتلسو کلونو څخه کم عمره کسان سرپرستي کوي او یا هم معیوبین دي، چې هغوی ګټه وټه نشي کولی.

دده په وینا دې خلکو سروې له کابل په انلاین بڼه شوې او د دوی موجودیت يې د تلیفوني اړیکو په واسطه مالوم کړی، شته کورنۍ په کې شامل شوي او چا چې کډې کړي،  لدې لیستونو ویستل شوي دي.

بل لوري ته د پکتیکا د کډوالو چارو رئیس زمریالی فضلیار وايي،  دوی سره د کډوالو لپاره د نقدي مرستو مساله نه ده شریکه شوې، خو موسسانو ورسره ژمنه کړې، چې کډوالو ته به ژمنۍ مرستې ورکوي.

ښاغلی زمریالی فضلیار:

((موږ په راتلونکې کې ژمي کې هم د پکتیکا په برمل او لمن کې میشتو وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو پلان لرو، دا پلان به د یونسیار لخوا د تدارکاتو د چارو له بشپړیدو ورسته بشپړیږي، دوی پارټنر اطمیان راکړئ، چې وزیرستانیو سره په حتماً مرستې کیږي، امید لرو چې په نږدې وخت کې به يې موږ ته اطمینان راکړي، خو تر دې وخته مو دوی ته په مسلسل ډول خوراکي توکي توزیع کړي دي.))

په ۲۰۱۴ز کال کې په وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو له پیلیدو وروسته د خیبر پښتونخوا په خوا کې زرګونه وزیرستانۍ کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم راکډه شوې.

که څه هم د دوی ډیری کورنۍ په څو پړاونو کې بیرته ستنې شوي، خو لا هم په خوست کې ۷ زره او پکتیکا کې د وزیرستانیو کډوالو درې زره کورنۍ اوسیږي.ګ

پکتیکا د افغانستان له سړو ولایتونو دی، پدې ولایت کې یو څه مخکې ژمۍ پیلیږي، ډېرې واروې اوري او هوا هم په کې د خوست او نورو ګرمو ولایتونو په پرتله په ځنډ تودیږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

«У меня больше нет сил бороться». Елена Рыбакина раскритиковала WTA






Песков: Изъятие активов России станет «солидным гвоздем» в гроб западной экономики

Россияне рассказали о своем отношении к профсоюзам на работе

РЕН ТВ: один человек пострадал в результате стрельбы в Калуге

Объявлением в розыск Россия послала Зеленскому четкий сигнал