Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

د ځورول شویو او ورکو پښتنو تپوس کوو: منظور پښتین

0
د ځورول شویو او ورکو پښتنو تپوس کوو: منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د چمن ښار ګڼ تجاران تری تم کړل شوي او یا هم وژل شوي چې هغوی یې پوښتنه له حکومته کوي.

منظور پښتین دا څرګندونې نن (د نومبر پر ۲۷مه) په چمن کې د پي ټي اېم په جلسه کې وکړې. په دغه جلسه کې پر منظور پښتین سربېره د پي ټي اېم ګڼو مشرانو، د سیمې مخورو او سلګونو کسانو ګډون وکړ.

پر دې موقع منظور پښتین وویل، له حکومت او پوځه د هغوی غوښتنه دا ده چې پښتانه دې نه ځورول کېږي، نه دې تری تمول کېږي، پر هغوی دې تشدد نه کېږي او د هغوی کلي، بازارونه او تجارت دې له منځه نه وړل کېږي.

نوموړي په خپله وینا کې وويل چې د چمن-بولدک ترمنځ د سوداګرو ستونزې دې لیرې کړل شي. هغه زیاته یې کړه چې په دغه ښار کې دې په بېلا بېلو پېښو کې او په خاص ډول د چمن پر دروازه دې د وژل شویو ټولو کسانو د وژنې پلټنې وشي.

یاده دې وي چې پرون (د نومبر ۲۶مه) د بلوچستان صوبايي حکومت په چمن کې د هغو کورنیو خپلوانو ته مالي مرستې ووېشلې چې د سږني کال (۲۰۲۰ز) د جولای میاشتې پر ۳۰مه نېټه پر چمن-بولدک دروازه د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د یوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه وژل شوي ول او ۲۲ نور ژوبل ول.

د بلوچستان حکومت د وژلي تن لپاره ۱۵ لکه روپۍ او د ژوبل هغه لپاره پنځه لکه روپۍ مرسته اعلان کړې وه چې د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیا لانګو په خپل لاس د ۷۹ لکه روپیو چیکونه اغېزمنو کورنیو ته ووېشل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپله وینا کې د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبايي ویاند اسد اڅکزي او دوو سوداګرو محمد نبي او شاه ولي د تری تمېدو ذکر وکړ چې هغوی دې ژر راخوشې کړل شي. هغه وویل د دوی په راخوشېکېدو کې سرکار ناکامه دی.

نوموړي په چمن کې په یوه بمي چاودنه کې د مولوي حنیف د وژنې ذکر هم وکړ.

نوموړي وویل چې د پي ټي اېم حنیف پښتین لاهم په زندان کې دی او مولانا اعجاز لا هم لادرکه دی.

پښتین وویل دا غمیزه یوازې د چمن ښار نه ده، غمیزه د ټول پښتون ولس ده، دا د پښتنو وران ښارونه، د باجوړ د لوی بازار نوم او نښان نه دی پاته، د باړې بازار کاروبار یې ختم کړ، میرامشا بازار یې مکمل هوار کړ، مکین بازار یې وړنګاوه او د جنډولې پر بازار اوس پارک جوړ دی، بازار یې وران کړل شو.

هغه وویل، د ټولو پښتنو مینه او درد یو دی او دا رشته یې پنځه زر کلنه ده.

پښتین وویل، نور دې په وطن کې جنګونه بند کړل شي او زیاته یې کړه چې پي ټي اېم د جنګ په خلاف راوتلی دی. ده وویل کله چې په بمي چاودنو او نورو پېښو کې یو پښتون ژوبل شي نو کورنۍ یې د درملنې لپاره دومره پورونه واخلي چې په نسلونو بیا دا پور نه شي پرېکولای.

هغه وویل کله چې په ننګرهار کې په یوه جومات کې پروسږ کال (۲۰۱۹ز) یوه چاودنه وشوه نو د یوې مور پنځه زامن پکې شهیدان شول، دی وايي، دې مورکۍ دا پنځه واړه بچیان په یوه ځانګو کې رالوی کړي ول او په ویر او خپګان کې یې د هغوی ځانګو ته اور ورکړ.

منظور پښتين په خپله وينا کې دعوه وکړه، چې اوس هم په زرګونه پښتانه تری تم دي او زیاته یې کړه چې هغوی دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

"اته زره پښتانه ورک دي، تاسو ته معلومه ده، هغوی ته د عدالت موقع نه ورکول کېږي، زموږ غوښتنه ده چې دوی عدالت ته وړاندي کړه ، موږ دا غوښتنه نه کوو چې دوی خوشې کړه، موږ دا وايو چې عدالت ته يې وړاندې کړه، که مجرم وي سزا ورکړه او که جرم يې نه وي کړی نو را خلاص يې کړه. له دې علاوه په زرګونو ماوراي عدالت ووژل شو، لکه د کوټې د وکيلانو نه راواخله په قبايلي ضلعو د بمبارۍ او د ارمي پبلک سکول شهيدانو تر نقيب شهید، طاهر داوړ، ارمان لوڼي او سردار عارف پورې د پښتنو ماوراي عدالت وژنه روانه ده."

حکومت او پوځ تر دا مهال د منظور پښتین د اوسنيو دعوو په اړه څه نه دې ويلي خو له دې وړاندې يې له دا ډول تورونو انکار کړی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، حکومت او امنیتي چارواکي دې قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي، د هدفي بریدونو مخنیوی دې وکړي، پر امنیتي پوستو دې خلک نه ځوروي، ټول ورک کسان دې عدالت ته وسپاري او ماورای عدالتي وژنې بندې کړي او په قبایلو کې دې د ترهګرۍ او ناامنیو په کلونو کې د ټولو پېښو پلټنو لپاره د حقایقو موندلو او جوړجاړي (ټروت اېنډ ريکنسیلیېشن) کمېشن جوړ کړي.

حکومت او پوځ وايي د غورځنګ غوښتنې جایزې دي او وار له مخه یې د ځینو پر پوره کولو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې کار ته دوام ورکړی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби






Госдума утвердила Мантурова на посту первого вице-премьера России

Путин начал совещание с членами Совбеза при участии нового секретаря СБ Шойгу

«Средняя по городу»: Лев Лещенко рассказал о своей пенсии

В районе Марьино демонтировано незаконное строение ...