Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

چمن سوداګر: د اېف سي له ډزو دوه هلکان مړه شپږ تنه ژوبل

0
چمن سوداګر: د اېف سي له ډزو دوه هلکان مړه شپږ تنه ژوبل

د نومبر پر ۲۹مه، د چمن – بولدک پر دروازه له سوداګرو سره د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه هلکان وژل شوي او ځینې کسان ژوبل دي.

د دوشنبې مازیګر هغه وخت د امنیت وضع خرابه شوه کله چې له افغانستان سره پر پوله د اېف سي عسکرو او سوداګرو ترمنځ له تاوتریخوالي وروسته پر یوه بل د ډبرو وارونه او ډزي وشوې چې پکې د چارواکو په وینا ۹  کسان ژوبل شوي دي.

د پېښې له ځایه ژوبل کسان د چمن سرکاري روغتون ته یووړل شول چېرته چې درې تنه ټپیان د مرم پټۍ وروسته کورونو ته ولېږل شول خو شپږ سخت ژوبل یې د کوټې لوی سرکاري روغتون ته ولېږدول.

وروسته په ژوبلو کې دوه سخت ټپیان هلکان ۱۲ کلن ثناء الله  ۱۴ کلن مطیع الله د کوټې په روغتون کې ساه ورکړه خو څلور نور لا تر درملنې لاندې ډي.

پردې پېښه د چمن د وړو سوداګرو سخت غبرګون ښودلی او نن هم ټول ورځ د سرحدي عسکرو او لغړیانو ترمنځ وړې وړې نښتې روانې وې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې ځینو سوداګرو وویل، چې له دوی سره ډېر سخت ظلم شوی دی.دوی پر ټولو سیاسي ګوندونو ږغ وکړ چې د دوی مرسته دې وکړي. 

د اتوار ورځې د پېښې په اړه د پولې سوداګرو په چمن پرېس کلب کې خبري غونډې ته په خبرو کې دعوه کړې چې اېف سي ځواک ورباندې ډزې کړې دي. 

اختر محمد، جان محمد او زین الله تور ولګوو چې اېف سي ځواک پر پوله سامانونه راوړونکي کسان درولي او دغو کسانو چې د راتلو هڅه کړې بيا نښته شوې او اېف سي ځواک پر دوی نېغې ډزې کړي دي. اېف سي ځواک لا څه نه دي ویلي.

د چمن یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې نن هم د سرحدي عسکرو او وړو سوداګرو (لغړیانو) ترمنځ خال خال نښتې روانې وې خو زیاتوي چې د چمن – بولدک دروازه د معمول ترمخه خلاصه ده او دوه اړخيزه تجارت پرې روان دی.

د چارواکي په وینا چې نښته د یکشنبې /اتوار ورځ له هغه ورسته پیل شوه کله چې یوه وړوکي سوداګر دافغانستان له لوري د موټر یوه پرزه په لاس کې راخېستې او و پاکستان ته داخل شوی وو نو سرحدي عسکرو هغه کس راوګرځولی او هغه ته یې ویل چې دغه پرزه په لاس کې نه شې وړی. له دې وروسته تاوتریخوالی زیات شو چې لاهم خال خال روان دی.

په دې اړه چې مشال راډیو په کوټه کې د سرحدی عسکرو له ویاند سره تماس ونیولی نو هغه ځواب و نه ویلی او نه هم په چمن کې تر دمګړۍ د اېف سي ځواک له لوري د پېښې په اړه څه بيان راغلی دی خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې دوی پر پوله د غېر قانونه سامانونو د  راړولو په کلکه سره  مخنيوی کوي. 

بل لورته د پیشي ورسته سرحدي عسکرو دافغانستان سره پرپوله او چمن شار کي د امینت د ټینګولو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي - خو پردې برسیري د روغتیا دچارواکو له لوري د پولیو ضد کمپین په چمن کي ځنډول سیوې دي - کوم چي به د نن څخه پیل کیدي –

 

یاده دې وي چې د نومبر پر ۲۶ نیټه د بلوچستان حکومت له لوري د سرحدي شار چمن د هغه  کسانو په خپلو خپلوانو کي ۷۹ لاکه روپۍ وېشلې وې چې د روان کال د جولای میاشتې پر ۳۰مه په چمن کې د پاکستان او افغانستان پر پوله له سرحدي عسکرو سره په یوه نښته کې وژل شوي یا هم ټپیان شوي ول.

 د پاکستانیو سرحدي عسکرو د ډزو په هغه پېښه کې د کابل حکومت د ۱۵ افغانانو د وژل کېدو ادعا هم کړې وه. خو د پولې دې غاړې په چمن کې د یوې مېرمنې په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي ول.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Энди Роддик

Энди Роддик: «У меня было несколько типов рака кожи с тех пор, как я завершил карьеру»






Ремонт эскалатора изменит режим работы «Звездной» до июля

Тульский «Экспресс Офис» не пробился в 1/8 финала Континентальной футбольной лиги

"Не вздумайте брать этот чай даже по акции": Росконтроль назвал три марки, которые в черном списке

Зачем подставлять лицо ветру и обходить огород 12 мая: приметы и запреты на день Девяти целителей