Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 01.04.2023

د سوات په چارباغ کې د روژه مات لپاره وړيا خواړه وېشل کېږي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د سوات په چارباغ کې يو کس هر کال د روژې په مياشت کې زرګونه خلکو ته پاخه شوي وړيا خواړه ورکوي. د دې کار انتظام کوونکی وايي چې دا کار د روژه دارو لپاره د ډالۍ په توګه کوي. بلخوا خواړه ترلاسه کوونکي کسان وايي چې په روانه ګراني کې وړيا خواړه لويه مالي ګټه ورته رسوي. په دې اړه د مشال راډيو ويډيويي راپور وګورئ .

په بنو کې د یو مولانا ګرفتارۍ خلاف مظاهره شوې

Mashaalradio.com 

دا مظاهره چې پکې عالمانو، سوداګرو، طالب علمانو او ځايي اولس برخه واخیسته، له هغې وروسته شوې چې پولیسو یو ځايي مولانا د لاوډسپیکر د استعمالولو په تور ونیولو. مظاهره کونکیو پر دې موقع وویل چې پولیس دې خلک د لاوډسپیکر او ممبر استعمالولو څخه نه منع کوي. د بنو پولیسو وویل چې داسې څه حکم نه دی شوی چې ګواکې د دیني فضایلو د بیانولو خلاف به کارروايي کېږي.

کراچۍ کې د زکات وېشلو په وخت ګډوډۍ کې ۱۲ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې په یوه شخصي کمپنۍ کې د زکات وېشلو پر مهال د ګډوډۍ جوړېدو په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوې دي. په وژلو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. حکومتي چارواکي وايي، یادې کمپنۍ د زکات وېشلو په اړه ضلعي انتظامیه او پولیس نه وو خبر کړي نو ځکه پېښه وشوه. پولیسو د پېښې په تړاو د کمپنۍ د منېجر په ګډون ۷ کارکوونکي نیولي او کمپني یې تړلې ده.

د مرستو بندېدو له وجې د افغانستان د بې وزلو ژوند لا ګران شوی دی

Mashaalradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په وروستیو کې ویلي دي چې که نړیواله ټولنه ورته پیسې ور نه کړي نو په اپرېل کې مېلیونونه افغانان د قحطۍ له خطر سره مخامخېدای شي. د هېلمند یوه کورنۍ وايي، د مرستو بندېدو له کبله د لوږې ښکار دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

خوست کې په نشو د روږدو لسګونو کسانو درملنه شوې

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست ولايت کې په نشو د روږدو لپاره په روغتون کې لسګونه کسان تر یوې نیمې میاشتې درملنې وروسته د مارچ پر ۲۶مه خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي. خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د نشه يي توکو کښت پکې صفر دی، خو د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو له کبله د افغانستان د نورو سیمو په شان پکې يوشمېر کسان په نشو اخته دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

"Ролан Гаррос" стартовал в Париже






Спектакли проекта «Голоса страны» представят в Театре на Бронной

Путин назвал "элементом имперского поведения" давление Запада на Узбекистан

Глеб Никитин рассказал об участии в подготовке к обновлению нацпроектов

Эксперт по автотуризму Мигунов рассказал, что путешествия в «доме на колесах» позволяют экономить