Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 26.04.2023

خوست کې د فوټبال اختريزې سيالۍ پيل شوي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کوچني اختر په مناسبت د دې ولایت او دا ډول د پکتیا او کندهار د فوټبال لوبډلو تر مينځ لوبې پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام کوي. مسوولین وايي، موخه يې د ورزشکارانو تر مينځ پېژندګلوي، د مهارتونو لوړول او د اختر په ورځو کې د خلکو لپاره ساتېری دی. تفصيل د نجيب الله الوخېل په ويډيو کې.

د پاکستان شمارياتو ادارې د سرشمېرنې عمل د اپرېل تر ۳۰مې غځولی دی

Mashaalradio.com 

د ادارې په وينا کوټه، لاهور، راولپېنډۍ، کراچۍ، حیدراباد او اسلام اباد هغه لوی ښارونه دي چې د سرشمېرنې عمل پکې غځول شوی دی. پر دې سربېره په پېښور، ډېره اسماعیل خان، ایبټ اباد، ټانک، اټک، ګوجرانواله، سیالکوټ، جهلم، ګجرات، شیخوپوره او چکوال ضلعو کې به هم د سرشمېرنې کار د اپرېل تر ۳۰مې روان وي.

امريکا وايي طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ز کال د برید پلانوونکی داعشی قوماندان وژلی

Mashaalradio.com 

د ګڼو سرچینو ترمخه، د داعش قوماندان د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په جنوبي برخو کې د طالبانو او داعش وسله والې ډلې تر منځ په نښتو کې ووژل شو. واضحه نه ده چې د طالبانو او داعش ترمينځ دا نښته په کوم ځای او کوم وخت شوې ده.

پاکستان له سوډانه د خپلو "وګړو ایستلو لپاره له دوستو هېوادونو" سره په تماس کې دی

Mashaalradio.com 

په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشه ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري. د سوډان حکومت غوښتل چې دغه ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی له دې انکار وکړ چې ورسره د دواړو غاړو ترمینځ نښتې پيل شوې.

اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره ټولې لارې د کاروبار لپاره پرانېږي

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې د کاروبار لپاره پرانېږي چې دا ډول د دواړو غاړو پښتانه په اسانه خپله روزي وګټي. نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه په پښين ښار کې د اختر په تړاو يوې ولسي غونډې ته په وينا کې دا هم وويل چې د پاکستان په روانو حالاتو کې انتخابات کول د تاوتريخوالي سبب ګرځي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович и Хамад Меджедович сыграли в бочче на Ролан Гаррос | Виды спорта






«Гениальная идея!»: звезды о новом музыкальном лейбле Детского радио

Госдума рассмотрит закон о досрочной пенсии педагогам среднего профобразования

Победителей патриотического конкурса среди студентов наградили в Подмосковье

Производители потребительских товаров являются лидерами экспорта МСП Подмосковья