Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 05.04.2023

شنونکي: سیاسي او اییني بحران د بیړني حالت خطر پیدا کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره جدول خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر څلورمه د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته د عدلیې او حکومت ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. وزیراعظم شهباز شریف د انتخاباتو کولو په اړه د سپریم کورټ پر پرېکړې انتقاد کړی دی خو مخالفه ګوند نحریک انصاف یې هرکلی کړی دی. شنونکي وايي، هېواد له اییني او سیاسي بحران سره مخامخ دی او که حالات همداسې روان وي نو د بیړني حالت نافذېدو خطر هم شته. تفصیل په رپورټ کې.

انتونیو ګوتېرېش د یوناما ښځینه کارکوونکې له کاره منع کول غندلي دي

Mashaalradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق هم پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د طالبانو د حکومت دا اقدام پر نړیوالو ټولنې او ملګرو ملتونو د فشار راوستو لپاره دی چې په رسمیت یې وپېژني.

له کورونو شړل شوي نرښځيان روژه څنګه تېروي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان له بېلابېلو سیمو ځينې نرښځيان پلازمېنې اسلام اباد ته تللي او له کلونو راهیسې هلته اوسېږي. دوی وايي خپل کور کلی یې ځکه پرېښی چې د کورنيو غړيو ورسره بد چلند کاوه. خو دوی بیا هم وايي چې له کورنيو پرته په مساپرۍ کې روژې او اختر خوند نه لري. په اسلام اباد کې اوسېدونکي نرښځيان روژه ماتی او پیشنمی يو ځای کوي خو په وينا یې، د ملګرتيا خوشالي یې ځکه نيمګړې ده چې کلي، کورنۍ او خپلوان یې يادېږي. بشيرګواښ په دې اړه د اسوشيېټېد پرېس خبري اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.

د پاکستان په زندانونو کې د بنديانو وضعيت څنګه دی؟

Mashaalradio.com 

د بشري حقونود څار نړيوال سازمان (هيومن رايتس واچ) د مارچ پر ۲۹مه د پاکستان د زندانونو په اړه په ځانګړي رپورټ کې ويلي چې هلته بنديان له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا ځل په زندانونو کې د قیدیانو پر وضعيت بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.

شنونکي: سیاسي بې ثباتي او د ای اېم اېف پورونو نه بحالېدل د روپۍ کمزوري کېدو لاملونه دي

Mashaalradio.com 

د پیسو د کاروبار یا صرافیو د ټولنې مشر ملک بوستان مشال راډیو ته وویل، د اپرېل پر څلورمه په پاکستان کې په بانکونو کې د یو امریکايي ډالر نرخ څه د پاسه ۲۸۷ او په ازاد بازار کې ۲۹۱ روپیو ته ورسېد.

عراق کې اشوریانو د خپل نوي کال جشن ولمانځه

Mashaalradio.com 

د عراق په کرد مېشته سيمه دهوک کې اکيتو یا د بابل اشوریانو د خپل نوي کال پيل وکړ. د اشوريانو په وينا، دا د هغوی لرغونی اختر دی چې له پېړيو راهيسې هر کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې لمانځل کېږي. په دې اړه د اسوشېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور وګورئ.

کواټ کې د درانيانو تاريخي ودانۍ د ورانېدو له خطر سره مخامخې دي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د درانيانو د وخت زياتره زړې ودانۍ نړېدلي دي. په هغه ښار کې د درانيانو يوه زړه کلا ړنګه شوې خو د هديرې وداني او مينار لا هم پر خپل اصل حالت پاتې دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Сюзанн Ленглен

Последний танец Надаля и юбка Сюзанн Ленглен: 6 важных фактов о «Ролан Гаррос»-2024






Российских дачников будут штрафовать за продажу картофеля

"Зенит" стал самым посещаемым клубом Восточной Европы сезона-2023/24

Совет директоров Роснефти рекомендовал ГОСА одобрить финальные дивиденды за 2023 г. в размере 29,01 руб./акция

Атомэнергопром расширяет мировое присутствие, реализуя проекты в более чем 60 странах