Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 13.04.2023

ګوهرجان وايي کمپوزونو یې ګڼ ځوان سندرغاړي مشهوره کړل

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی او چترالی سيتار غږوونکی ګوهر جان دی. نوموړی د صوابۍ ضلعې د مانېرۍ کلي دی، خو له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې په پېښور کې اوسي او هلته خپل هنري کارونه مخ ته وړي. دی د فعاله هنرمندانو غورځنګ (ارټېسټ ايکشن موومېنټ) په نوم د يوې ټولنې غړی هم دی. ګوهر جان د يوشمېر مشهورو سندرو خالق دی، خو ګيله من دی چې د سيمې ځينو موسيقارانو او سندرغاړو یې کمپوزونه اخیستي او کارولي دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د پېښور فواره څلور لاره کې تر پېشلمي خواړه پلورل کېږي

Mashaalradio.com 

د پېښور په فواره څلور لاره کې بېلابېل ډول خواړه پخېږي او هغه بازار تر پېشلمي (پېشنمي) پورې خلاص وي. د پېښور ښار يوشمېر خلک فواره څلور لارې ته د خوړو لپاره ځي او بيا تر ناوخته مجلسونه کوي. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد دغه چوک ته ورغلی او له خلکو سره يې خبرې کړې دي.

د دوبۍ يو جومات هره ورځ تر ۲ زره زياتو کسانو ته د روژه ماتي خواړه ورکوي

Mashaalradio.com 

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په عمر بن خطاب جومات کې هره ورځ تر ۲،۰۰۰ زياتو کسانو ته د روژه ماتي لپاره وړیا خواړه ورکول کېږي. د دې جومات منتظمين وايي چې هلته پر مسلمانانو سربېره غيرمسلمانان هم ورځي.

شهباز شریف وايي د پوځي عملیاتو په اړه د قبایلي سیمو پارلېماني استازو اندېښنې ځوابوي

Mashaalradio.com 

وزیر د اپرېل ۱۳مې غونډې ته په وینا کې وویل چې تر هغو چې هغه پخواني او اوسني پوځي او ملکي چارواکي و نه نیول شي چې قبایلي ضلعو ته یې، د ده په وینا، وسلوال بیا ستانه کړي، نو د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان واکمنو ګوندونو د مشر قاضي واک مسودې په اړه د سپریم کورټ جرګګۍ رد کړې ده

Mashaalradio.com 

په همدې حال کې د اپرېل پر۱۳مه د واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشرانو په اسلام اباد کې خبري غونډه کړې او د چيف جسټس جرګګۍ جوړول يې د قانوني اصولو او ضوابطو ضد اقدام وباله.

ناحکومتي سازمان کراچۍ کې نرښځیانو ته روژه ماتی ورکوي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې یو ناحکومتي سازمان نرښځیانو ته روژه ماتی برابروي او ورته خواړه ورکوي. د نرښځیو او جنسیتي حقونو لپاره کارکوونکی سازمان هره ورځ شاوخوا ۵۰ نرښځیو ته روژه ماتی ورکوي او تر اوسه یې له ۱،۲۰۰ نرښځیو سره د اوړو، غوړیو، دالو، چای او نورو خوراکي توکو مرسته کړې ده. ویډیويي رپورټ.

اوکرایني وزیراعظم یو ځل بیا له امریکا د پرمختللیو وسلو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

شمیهال له اسټن سره یوځای خبریالانو ته وویل چې هېواد به یې د مرستو لپاره په اتحاد کې د امریکا د شاملېدو او کییف ته د ټانکونو او نورو جنګي ګاډو د ورکړې پرېکړه وستايي خو اوکراین د روسیې پر وړاندې د ځوابي بریدونو بریالي کېدو لپاره په مرستو کې زیاتوالي ته اړتیا لري.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Абсцесс остался позади // Андрей Рублев первым из игроков топ-10 вышел во второй круг






Онлайн-знакомства: ключ к новым романтическим возможностям в вашей жизни

На миллион! Тишковец рассказал, каким будет начало лета в Москве

Меморандум о Взаимопонимании для Веб-Проектов: полное руководств (МоU)

В Петербурге возник дефицит эскортниц в преддверии ПМЭФ-2024