Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 27.04.2023

مينه ګل وايي صوفيانه شعرونه ويل يې خوښېږي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې پيل له اردو سندرو کړی وو خو له ۲۰۱۶ز کال راهيسې پښتو سندرې هم وايي. د دې په خبره، پښتو سندرو زيات شهرت او عزت وربښلی دی. نوموړې زياتوي چې پښتو غزل، په تېره صوفيانه شعرونه ويل يې زيات خوښېږي. د مينه ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي جبري لادرکۍ او له انساني حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن په خپل کلني راپور کې د جبري لادرکيو ودرولو، د عدلیې او حکومت ترمنځ د ناندريوو په ختمولو، د ښځو حقونو په ورکولو، د مذهبي لږکيو د خوندي ساتلو او جنسي تيريوو مخنيوي غږ کړی دی. د ايچ ار سي پي لخوا د اپريل پر ۲۶مه خپور شوی دا راپور په پاکستان کې د تيرو ۱۲ مياشتو په مهال شوو پېښو په بنیاد جوړ شوی دی. په دې راپور کې د خلکو په بشري حقونو، سیاسي چارو او امنيتي مسایلو معلومات ورکړل شوي دي. د پاکستان حکومت دې راپور ته تر اوسه څه غبرګون نه دی ښوولی. جبري لادرکۍ په راپور... Читать дальше...

د سوات په کبل تاڼه کې د چاودنو لامل څه وو؟

Mashaalradio.com 

د سوات په کبل تحصیل کې د ترهګرۍ مخنيوي پوليسو په ټانه کې د شوو چاودنو د څرنګوالي په اړه مقامي خلک شکونه لري. پوليس او حکومتي چارواکي وايي په ټاڼه کې چاودنې د بجلۍ د شارټ سرکټ په وجه شوي. خو ځايي ولس پوښتنه راپورته کوي چې ولې ګوله بارود په یو داسې ځای کې ايښودل شوي وو چې خونديتوب یی یقيني نه وو؟ ځايي خلک وايی د پیښې دې په ازاده توګه پلټنې وشي.

۲۰۰ نور پاکستانيان د سوډان له پلازمېنې خرطوم ایستل شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره ۲۰۰ نور پاکستانيان پورټ سوډان ته رسېدلي دي. پورټ سوډان د سوډان سمندري ښار دی چې خلک ترې نورو هېوادونو ته په کښتيوو او ځانګړو الوتکو کې ایستل کيږي. تر دې مخکې د پاکستان حکومت ويلي وو چې له ۷۰۰ زیاتو وګړو د ایستلو لپاره یې له دوستو هېوادونو سره تماس نیولی دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۶مه په يو بیان کې وويل چې په سوډان کې د پاکستان سفارت دغه سمندري ښار ته رسېدلو پاکستانيانو لپاره اسانتياوې برابروي. Читать дальше...

راجه پروېز اشرف: د پاکستان سپريم کورټ دې د پارلېمان پرېکړو درناوی وکړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر ويلي چې د هغه هېواد سپريم کورټ دې د پارلېمان پرېکړو ته درناوی وکړي. راجه پروېز اشرف د اپرېل پر ۲۶مه د قامي اسمبلۍ له غونډې او د هغې د غړو له تاييد وروسته چیف جسټس عمر عطا بندیال ته په ليکل شوي خط کې غوښتنه کړې چې سپريم کورټ بايد "د امکان تر حده په سیاسي کړکېچ کې له ښکېلېدو ډډه وکړي." د هغه په وينا، "غوره دا ده چې ستر عدالت د سیاسي مسلو حل پارلېمان او سیاسي ګوندونو ته ورپرېږدي." اشرف د سپريم کورټ له مشر قاضي او نورو ججانو څخه د "زغم" او "پارلېمان ته د درناوي" غوښتنه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Мария Шарапова

Теннисистка Мария Шарапова снялась в красном облегающем платье






Юрист предупредил о штрафах за продажу выращенной на своем участке картошки

Суд попросили обжаловать меру пресечения фигуранту по делу генерала Кузнецова

Осенью 1931 года воины-чекисты в Хорезмском оазисе наголову разгромили банды басмачей

Соццентр для инвалидов по зрению и слуху достроят в Сергиевом Посаде к августу