Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 02.04.2023

اسماعیل شاهد وایي د پښتو ډرامې "زوړ خوند" پاتی نه دی

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ "د مشال مرکه" خپرونې مېلمه د پښتو ډرامو اداکار اسماعيل شاهد دی. نوموړی وايي، خوشاله دی چې لوبولي کردارونه يې په ولس کې مشهور دي. د شاهد په خبره، له دې باوجود چې عمر يې ۷۲ کلونو ته رسېدلی، لا يې هم خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. اسماعيل شاهد دا وخت په ځينو پروګرامونو کې د ګډون لپاره د امريکا په سفر دی. موږ هم هلته له شاهد سره د ده پر ژوند او هنر خبرې کړې دي.

بلوچستان کې پر اوښانو ناستو چارواکو سرشمېرنه وکړه

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې په مارچ مياشت کې اوومه سرشمېرنه وشوه. پر دې مهال د بلوچستان په ليرې پرتو سيمو کې هغه کسان وشمارل شول چې د ژوند له بنيادي اسانتياوو بې برخي ول. د ناسمو لارو له کبله د هغو کسانو د شمارلو لپاره د سرشمېرنې چارواکي پر اوښانو ورغلي ول. نور حال د فرانس پرېس اژانس په ويډيو کې.

د غر ښوييدو له وجې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ مهمه لاره بنده شوې ده

Mashaalradio.com 

د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ترمنځ پر ډيره اسماعيل خان سړک د غر لوييدو له وجې لار بنده او ګاډي ولاړ دي. د ژوب او شیراني ضلعو چارواکيو مشال راډيو ته ويلي‌چې د اپريل له لومړۍ نېټې، بندې شوې دې لارې د پرانیستلو کوښښ‌ روان دي خو ممکن لا هم څو ساعتونه ونیسي. د شیراني ضلعې ډپټي کمیشنر حضرت ولي کاکړ د اپريل پر دويمه، ځايي خبریالانو سره په خبرو کې وويل چې لوی مشینونه یې د سړک پاکولو او ډبرو ليرې کولو لپاره ليږلي دي. هغه زیاته کړه چې تر دم ګړۍ پورې د سړک په خلاصولو کې بریالي شوي نه دي. نوموړي وايي چې تېره... Читать дальше...

پولیسو د اوړو ويشلو په مرکز کې د ګډوډۍ مخنيوي لپاره ډزې کړې

Mashaalradio.com 

د پيښور په حيات اباد کرکټ لوبغالې کې د اپريل پر لومړۍ نېټه د وړيا اوړو وېش پر مهال ګڼ شمېر کسان راغونډ شوي ول. د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د کومې ناوړې پېښې د مخنيوي په خاطر د خلکو منتشرولو لپاره پوليسو ډزې وکړې او انسو ګېس يې استعمال کړ. په دې پېښه کې کوم ځاني زيان نه دی رسېدلی البته په تېرو څو ورځو کې د وړيا اوړو د وېش پر مهال په پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

پاکستان راتلونکې مياشت له روسيې د تیلو اخیستل پيلوي

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي له روسیې سره یې خبرې کړې دي او له راتلونکې میاشتې به له هغه هیواده تیل اخلي. د پاکستان د پیټرولیمو وزیر مملکت مصدق ملک د اپرېل پر لومړۍ نېټه جیو نیوز ټلیویژن سره په يوه مرکه کې ويلي چې د روسيې چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ شوی چې د تيلو په نرخ کې به ورسره رعايت کيږي.  نوموړي وويل چې روس ورسره منلي چې د تيلو بیه به همهغه وي کومه چې د روسیې ګاونډيانو لپاره ده. "راتلونکې میاشت به له روسیې تيل اخیستل پيل کړ. دلته د تيلو رارسیدل به له شپږویشتو تر اوه ویشتو ورځو وخت واخلي. دا تيل د سمندر... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

"Ролан Гаррос" стартовал в Париже






Подмосковная спортсменка победила на 3-м этапе Кубка России по BMX-фристайлу

Россия возит СПГ в Китай вокруг Африки, несмотря на заверения хуситов

Свыше 10 юных спортсменов из Белгорода временно перебазировали в Мытищи

Реконструкция бульвара Победы началась в Белозерском