Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 29.04.2023

په سوات کې د ناامنۍ ضد مظاهرې دوام لري

Mashaalradio.com 

د سوات په کبل تاڼه کې د اپرېل پر ۲۴مه تر چاودنو وروسته هلته مظاهرې پېل شوي دي. مظاهرین په سیمه کې د امن ټینګښت او د کبل د چاودنو رڼې پلټنې غواړي. حکومت دریځ لري چې د تاڼې په څنګ لوري کور کې د برېشنا د شارټ سرکټ له وجې په تاڼه کې بارود ډزېدلي وو. مظاهرې په مټه او منګلور کې شوې دي. تفصیل د نیاز احمدخان په وېډیو کې.

سپېن کې د ګرمۍ غيرعادي څپې خلک پرېشانه کړي

Mashaalradio.com 

په اروپايي هېواد سپېن کې په روانه اپرېل مياشت کې په غیر عادي ډول سختې ګرمۍ ولس پرېشانه کړی دی. هلته د تودوخې درجه ۴۰ سېنټي ګرېډ ته لوړه شوې ده. د هغه هېواد اوسېدونکي وايي، د زياتې ګرمې له وجې ځان ته سیوری لټوي او زياتې اوبه څښي. په دې اړه د فرانس پرېس خبري اژانس ویډیو وګورئ

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې ده د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب غونډه وشي. په غونډه کې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

په خوست کې د اختر په مناسبت د نيزه وهنې سيالي شوې

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کوچني اختر په مناسبت د پکتیا او خوست ورزشکارانو تر مينځ د نیزه وهنې سیالۍ وشوې. خوست د ورزش برخې مسوولین وايي، په راتلونکي کې افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ پاکستانیو لوبډلو ته په هغو سیالیو کې د ګډون بلنه ورکوي. تفصیل د نجیب الله الوخېل په ویډیوکې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Рафаэль Надаль

Рафаэлю Надалю подмигнул слепой жребий // Первым соперником 14-кратного чемпиона будет четвертая ракетка мира Александр Зверев






Вернулась ли Савельева к мужу на самом деле

Встреча Владимира Путина с королем Бахрейна в Кремле

В Подмосковье с начала сезона зарегистрировано 2,5 случаев присасывания клещей

Руководитель фракции КПРФ Наумов посетил парламентские слушания в Госдуме РФ