د پاکستان حکومت له مشر قاضي څخه د استعفا ورکولو غوښتنه کړې
اورنګزېب وویل، د قاضي اطهر من الله ۲۵ پانې لرونکی اختلافي نظر ښيي چې د قاضي بندیال پرېکړه د ایین او قانون خلاف وه او د هغه په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ هم ناقانونه وه.
اورنګزېب وویل، د قاضي اطهر من الله ۲۵ پانې لرونکی اختلافي نظر ښيي چې د قاضي بندیال پرېکړه د ایین او قانون خلاف وه او د هغه په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ هم ناقانونه وه.
په افغانستان کې يوشمېر کسان د بېوزلۍ او ګرانۍ له کبله په روژه ماتي کې د نورو خلکو خوړو ته انتظار کوي. اسوشيېټېډ پرېس اژانس د همداسې يوې کورنۍ په اړه ويډيويي راپور جوړ کړی دی.
د کراچۍ په یو ژوبڼ کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته د یوې هاتۍ (ښځینه فیل) علاج شوی دی. هغه هاتۍ نور جهان نومېږي. د هغې درملنې لپاره له جرمني څخه د څارویو او ځناورو ډاکترانو یوه ډله ورغې وه. ډاکتران وايي، نور جهان د نس پړسوب یا التهاب لاره چې له وجې یې وروستۍ دوه پښو کار هم پرېښی وو. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پوځ په وینا، ګلزار امام د "بلوچ نیشنل ارمي" په نوم د هغې ناقانونه وسلوالې ډلې بنسټ ایښودونکی او مشر" وو چې د دوو نورو وسلوالو ډلو "بلوچ رېپبلېکن ارمي او یونایېټېد بلوچ ارمي د یو ځای کېدو په نتیجه کې جوړه شوه."
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مصطفی حنیف په نوم یو ځوان په روژه کې بېوزلو کسانو ته په ارزانه بيه مېوه ورکوي. د هغه هېواد خلک شکايت کوي چې د تېرو روژو پرتله سږ کال د خوراکي توکو قیمتونه زیات شوي دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.