له سوډانه د وتلو پاکستانيانو لومړۍ ډله کراچۍ ته ورسېدل
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره يې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانيان له سرښار خرطوم څخه پورټ سوډان ښار ته رسولي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره يې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانيان له سرښار خرطوم څخه پورټ سوډان ښار ته رسولي دي.
د پي ټي ای د مذاکراتي کمېټۍ غړي شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو په مذاکراتو کې خپل دريځ وړاندې کړى او د واکمن ايتلاف غړو ورته ويلي چې د انتخاباتو پر موضوع به ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخلي.
د خيبر پښتونخوا په بنو کې ځايي خبريالانو د نامعلومه کسانو له خوا د خبريال ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد کولو ضد احتجاج کړی دی. خبريالانو غوښتنه کوله چې د ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد په اړه دې پلټنې وشي او په پېښه کې ککړ کسان دې ونيول شي. د اپرېل پر ۱۹مه په بنو کې نامعلومه کسانو ګوهر وزير په سپينه ورځ او په ډک بازار کې د خلکو په مخ کې په زوره برمته کړ او د ۳۰ ساعتونو تر بند او تشدد وروسته يې خوشې کړ. نوموړی وايي چې برمته ګرو هغه ته د مرګ دړکې هم ورکړي دي.