Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Апрель
2023

Новости за 06.04.2023

سني خان ترک په سندرو کې د دودیزو سازونو پر کارولو ټینګار کوي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه سندرغاړی سني خان ترک دی چې د اصلاً خیبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې دی خو له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسي. دی له هم هغه ځایه وخت په وخت سندرې خپروي. ترک وايي، د جلال اباد یوشمېر سندرغاړي یې خوښېږي. د ترک په خبره، هڅه کوي چې په خپلو سندرو کې د پښتو دودیزه او اصیله موسیقي وکاروي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه یې خبرې او ځینې سندرې په خپرونه کې واورئ.

کراچۍ کې يوشمېر پښتنې د نجونو په کرکټ سياليو کې برخه اخلي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د روژې په میاشت کې د نجونو لپاره د کرکټ سیالۍ پیل شوي دي. په دې سياليو کې په کراچۍ کې مېشتې پښتنې هم برخه اخلي. هغوی وايي چې د هلکانو تر څنګ نجونو ته هم بايد په کرکټ لوبو کې برابره ونډه ورکړل شي او د پاکستان په نورو ښارونو کې دې هم د نجونو لپاره دا ډول سیالۍ جوړې کړل شي.

د تعليمي کال پیل: افغان نجونه د ښوونځيو په بندېدو خفه دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو خو یوازې د هلکانو لپاره. له شپږم ټولګي پورته نجونه لا هم په کورونو کې پاتې دي او ښوونځیو ته نه پرېښوول کېږي. د طالبانو حکومت منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د تګ مخه نیولې ده. زده کوونکې غوښتنه کوي چې طالبان دې ژرترژره ټولو نجونو ته د تعليم اجازه ورکړي. د اسوشيېټېډ پريس اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Новаку Джоковичу исполнилось 37 лет в Швейцарии | Виды спорта






Жителям Подмосковья рассказали, как избежать мошенников при покупке туров на море

Посол США посетила задержанного по подозрению в шпионаже Гершковича

На ВДНХ снова играли свадьбы

На подмосковных КПО «Нева» и «Восток» определили лидеров выборки вторсырья за неделю