امریکا کې له ولسمشریزو انتخاباتو یوه ورځ وروسته د کرونا نوی ریکارډ
د امریکا متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو چې تر ډېره د کرونا د خپرې شوې وبا په وړاندې د ولسمشر پر اقداماتو متمرکز و، یوه ورځ وروسته په دې هېواد کې د کرونا د ۹۹ زره او ۶۶۰ نویو مثبتو پېښو په ثتبېدو سره نوی ریکارډ ټینګ شوی. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون پرون د ورځې په لومړیو کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د ورځې په متوسط ډول د کرونا د ۸۶ زره او ۳۵۲ پېښو راپور ورکړی و چې هغه هم د ریکارډ تر حده لوړه شمېره ده. د دغه ویروس له امله د مړو شمېر هم په ۱۰۰ کې ۱۵ زیات شوی، یعنې په دغه موده کې د ورځې په متوسط ډول ۸۴۶ کسان مړه شوي دي. Читать дальше...