هرات کې لسګونه کلیوالو ښځو لاسي توکي نندارې ته وړاندې کړل
د لوېدیځو ولایتونو په لسګونه کلیوالو ښځو خپل لاسي توکي په هرات کې نندارې ته وړاندې کړې دي. د غور ولایت اوسېدونکې ماه تابان چې دغه درې ورځني نندارتون تهیې خپل لاسي توکي راوړي وایي: "په غور کې امني نهده او موږ نهشو کولای چې هلته د لاسي صنایعو توکي وپلورو. هرات ته راغلي یو چې دلتهیې وپلورو او یو څه هم راته ګټه پاتې شي." له دغه نندارتون څخه هدف د کلیوالو ښځو پیاوړي کول او د لاسي صنایعو تولیداتو تهیې بازار موندنه ښودل شوې. له هراته د ازادي راډیو خبریال وایي چې په دغه نندارتون کې د هرات، بادغیس،... Читать дальше...