د انجمن تاجران بلوچستان جنرل سېکرېټري الله داد ترین هدفي برید کې ووژل شو
ليويز چارواکيو مشال راډیو ته ويلي، الله داد ترين د دوشنبې ورځې په ماښام (پرون) په کلي لوی عليزي کې هغه مهال ووژل شو کله چې نوموړی د ماښام لمانځه وروسته له جماعته راووت.
ليويز چارواکيو مشال راډیو ته ويلي، الله داد ترين د دوشنبې ورځې په ماښام (پرون) په کلي لوی عليزي کې هغه مهال ووژل شو کله چې نوموړی د ماښام لمانځه وروسته له جماعته راووت.
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار فدرالي څارنوالانو ته دنده سپارلې چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بې نظمیو د هغو ادعاوو په اړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ راپورته کړي او شواهد یې نه دي وړاندې کړي، څېړنه وکړي. د امریکا د ولسمشرۍ په ترسره شویو ټاکنو کې د بې نظمیو د ادعاوو د څېړنې په اړه د هغه لیک په غبرګون کې چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار فدرالي څارنوالانو ته استولی او هغوی ته یې دنده سپارلې چې په دې اړه څېړنې پیل کړي، د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په عدلیې وزارت کې د ټاکنیزو جرمونو د څانګې... Читать дальше...
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، په ۲۸ ولایتونو کې یې ۴ میلیونه او ۴۷۰ زره جریبه ځمکه د څړځایونو لپاره سروې، په نښه او ثبت کړې ده. دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، تازه یې ۶۲ زره او ۷۹۳ جریبه ځمکه په غزني کې سروې او ثبت کړې ده. د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت داسې مهال د څړځایونو په نښه کولو، سروې او ثبت بهیر پیل کړی چې لاهم مالداران د څړځایونو د غصب له کبله ځان ته د اوښتو مالي زیانونو له کبله پر حکومت نیوکه کوي او زیاتوي، زرګونه جریبه ځمکه چې دوی به په کې خپل حیوانات څرول اوس غصب شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان د روڼتیا سازمان وايي، لا هم زېربنايي پروژې په خپل وخت او سم ډول نه عملي کېږي. په افغانستان کې د دې سازمان رئیس اکرام افضلي نن د سې شنبې په ورځ د 'زېربنايي خبرې اترې' په نامه جوړه شوې غونډه کې وویل، د افغانستان حکومت د زېربناوو د جوړېدو او تر خوا یې ترې د ګټې اخېستو په برخه کې لوړ شعارونه ورکړي، خو نه یوازې دا چې عملي شوي نه دي، بلکې د دې پروژو په اړه یې ان کره معلومات هم خلکو نه دي ورکړي. ښاغلي افضلي زیاته کړه، د افغانستان حکومت تېرکال د شپږو لویو پروژو د عملي کېدو ژمنه وکړه، خو تر اوسه یې ان قرارداد هم نه دی لاسلیک شوی. Читать дальше...
په پکتیا ولایت کې د ګردېز بالاحصار ودانۍ په اړه ویل کېږي چې له میلاده ۳۲۸ کاله مخکې سکندر مقدوني پر اسیايي هېوادونو د حملو پر مهال د خپلو لښکرو ساتنې لپاره جوړه کړې وه. دا وداني په افغانستان کې د کورنۍ جګړو او سیاسي بې ثباتۍ پر مهال له پامه پرېوته او اوس د نړېدو له خطر سره مخامخ ده. خو چارواکي وايي، د ودانۍ د بیارغونې پلان یې جوړ کړی. ویډیويي رپورټ.
په شبرغان کې داسې ځوانان شته چې سره له دې چې لیک لوست یې زده دی خو بیا هم اړ دی چې بوټونه وګنډي. نور په راپور کې کتلی شئ:
د ازادي راډیو اوونیز "د ګوړې اچار" پروګرام کې به؛ لومړی څو ګډوډ خبرونه دراوروو چې سترګې مو خلاصې شي. ورپسې مو د کرونا د دوهمې څپې له تیاریو خبروو، هغه چې په یوه کور کې ورته نیول کېږي. او په پای کې مو د مقرریو له ازموینو خبروو. د دې خپرونې جوړوونکی محمد عارف ننګیار دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنې څلور سرتېري ووژل. د فاریاب چارواکي وايي وسلهوالو طالبانو تېره شپه تر یوه موټربم چاودنې وروسته ډلهییزه حمله پیل کړه. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم شورش ازادي رادیو ته وویل، په دې حمله کې ملکیانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نهدی. ښاغلي شورش ونهویل چې په پېښه کې څو تنه وسلهوال وژل شوي دي. وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
په کابل کې چاپېدونکو یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان د سولې په اړه د حکومت د وروستیو څرګندونو په اړه تبصرې لیکلې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان سولې او د امریکا متحده ایالاتو د نوې رهبرۍ د دریځ په اړه کرښې تورې کړې دي. ورځپاڼه لیکي، د امریکا نوی ټاکل شوی جمهور رئیس جوبایډن شاید په افغانستان کې یوه ډله سرتېري پرېږدي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو که ځیني کسان دا فکر کوي چې ښايي دا چاره طالبان له امریکا سره د هوکړې نقض وبولي، دوی تېروتنه کوي. د ورځپاڼې په... Читать дальше...
شاوخوا ۴۰ کسانو د ارمنستان په پلازمېنه یریوان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د ارمنستانۍ څانګې پر دفتر برید وکړه. دا برید په داسې حال کې وشو، چې ارمنستان د روسیې په منځګړیتوب له اذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنوقره باغ کې د روانې جګړې د درېدو لپاره موافقه لاسلیک کړه. پارېدلو کسانو هڅه وکړه، نن سهار وختي د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو دفتر ته ننوځي او د ارمنستانۍ څانګې کارکوونکي یې «خاینان» او «ترکان» بلل. یوه برید کوونکي شعار ورکاوه: "په نګورنو- قره باغ کې زما د ملګرو د وژنې مسوول تاسې یاست."... Читать дальше...
پرون د دې سازمان د غړو او متحدو هېوادنو د ځوانانو سره د یوې ناستې کوربه و. په دغه ناسته کې د ګډونکونو هېوادنو ځوانو استازو د ناټو راتلونکی پرګرامونو په اړه له سټولټنبرک سره خبرې وکړې. افغانستان هم د دې سازمان متحد دی، دغه سازمان په افغانستان له تېرو اتلسو کلونو راپدېخوا خپل نظامي حضور لري خو دغه نظامي حضور په افغانستان د جګړې د کمښت او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې څومره اغېزمن رول لوبولی؟ دغه سازمان افغانستان ته دوه لسیزې وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغی خو لا هم دغه ماموریت دوام لري او پای ته نه ده رسېدلی. Читать дальше...
عرب نیوز عرب نیوز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني د امریکا له منتخب جمهور رییس جوبایډن غوښتي چې افغانستان سره د طالبانو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ملګرتیا وکړي. د ورځپاڼې په وینا ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ له ښاغلي بایډن وغوښتل، کابل سره د مرستې د دوام په ډاډ ورکولو دې د سولې د ماتېدونکې پروسې ملاتړ وکړي. ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د ملي شورا غړو هم د امریکا له منتخب جمهور رییس څخه غوښتي چې د ټرمپ پر هغه پلان دې له سره غور وکړي چې غواړي له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري وباسي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد دفاع وزیر له کاره ګوښه کړ. ټرمپ تېر ماښام د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې لیکلي چې مارک ایسپر یې لېرې کړی دی. ده په عین حال کې د ښاغلي ایسپر د خدمتونو ستاینه کړې ده. ډونالډ ټرمپ له تروریزم سره د مبارزې د مرکز ريیس کریسټوفر مېلر د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر ټاکلی دی. تر دې وړاندې د سیاسي چارو ځینو شنونکو اټکل کاوه چې ټرمپ به د ولسمشرۍ د ټاکنو د ګټلو یا بایللو په صورت کې ایسپر له دفاع وزارته لېرې کړي. اوس دا ګومان هم کېږي چې ډونالډ ټرمپ... Читать дальше...
د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توقایف امر وکړ چې د اوسنۍ الفبا په ځای دې یوه نوې الفبا، چې لاتیني ته نږدې ده، په دې هېواد کې رواج شي. د قزاقستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر پر اساس، توقایف د کلتور له وزیرې اقتوتي رایمقولوفا او د پوهنې له وزیر اسخات ایماغامبیتوف څخه غوښتي چې له متخصصانو سره پر الفبا کار وکړي او پر دې موضوع ګمارل شوي ملي کمېسیون ته خپل کار وړاندې کړي. په ۲۰۱۷ میلادي کال د قزاقستان پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف اعلان وکړ چې د دغه هېواد ټول اسناد، د واټونو نومونه او اعلانونه به... Читать дальше...
امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن غواړي په کابینه کې یې مخکښان، منځلاري او ان جمهوریپال شامل وي او د کار لومړیتوب به یې له کرونا ویروس سره مبارزې او د هېواد اقتصاد ته پاملرنه وي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ښاغلي بایډن ته د نږدې سرچینو په قول لیکلي چې نوموړی غواړي د اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ ځیني اجرايي فرمانونه لغوه کړي.
طالبانو یو وار بیا د غزني-پکتیکا ترمنځ د غځېدلي سړک یوه بله برخه ویجاړه کړه. چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو دا پوخ سړک په تراکتورونو اړولی دی. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو دغه لاره دوه ورځې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ورانه کړې ده. هغه زیاته کړه: "وسلهوالو مخالفینو د غزني او پکتیکا ترمنځ لویه لاره د اندړو ولسوالۍ د مربوطاتو په خانې کلا سیمه کې په ماشینریو باندې شااوخوا شپږ یا اووه سوه متره اړولې او خرابه کړې ده، دوه کاله وړاندې هم وسلهوالو... Читать дальше...
د بریتانیا ساسکس لوبډلې د نړۍ د شل اوره سیالیو له لومړي درجې لوبغاړي راشد خان سره د راتلونکي کال لپاره قرارداد وکړ. افغان لوبغاړی راشد خان په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم په ساسکس لوبډله کې لوبېدلی و خو سږ کال دوبی د کرونا ویروس او په نورو لیګونو کې د بوختیا له کبله له دې ټیم سره ملګری نه شو. راشد خان حاضردمه د هند په غوره لیګ کې د حیدراباد له سن رایزر سره لوبېږي. ده تازه په شل اوره سیالیو کې د خپلو ویکټونو شمېر تر ۳۰۰ واړاوه. راشد خان له ساسکس سره د بېرته یوځای کېدو په اړه ویلي، خوشاله دی چې په ۲۰۲۱ کې یو وار بیا له دې ټیم سره لوبېږي.
د ناټو ملکي سفیر د کندهار له والي سره د دې ولایت پر عمومي وضعیت خبرې وکړې. کندهار په وروستیو ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو ډګر و. د کندهار والي حیاتالله حیات ازادي راډیو ته وویل چې د ناټو ملکي سفیر ستیفانو پونتېکورو او د غوڅ ملاتړ مأموریت مرستیال قوماندان جنرال کیلز هل پرون له ده سره د کندهار ولایت پر بېلابېلو مسئلو خبرې وکړې. هغه زیاته کړه: "د کندهار د امنیتي وضعیت او همداراز د سولې پروسې په اړه مفصلې خبرې وشوې. دوی ژمنه وکړه چې د ناټو ملکي او نظامي برخې د افغانستان... Читать дальше...
د ارمنستان، اذربایجان او روسیې مشرانو په کورواکې سیمه نګورنوقره باغ کې سر له نن سې شنبې د جګړې د بندېدو لپاره موافقه لاسلیک کړه. دا موافقه د دې سبب شوه، چې د ارمنستان په پلازمېنه کې مظاهره چیان پر دولتي ودانیو یرغل وروړي. د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان د دې موافقې اعلان نن سهار وختي د خپلو ټولنیزو شبکو په یوه پوسټ کې وکړ. وروسته د اذربایجان ولسمشر الهام علییف او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې موافقې خبر تایید کړ. د دې موافقې له مخې به په لانجمنه سیمه نګورنوقره باغ کې د روسیې سوله ساتي د اوږدې مودې لپاره ګمارل کېږي. Читать дальше...
د امریکا د درمل جوړولو فایزر کمپنۍ پرون اعلان وکړ چې د کرونا ویروس پر ضد د دوی له لوري جوړ شوی واکسین د دې وبا پر وړاندې انسان په سلو کې ۹۰ ساتي. دې کمپنۍ، د جرمني د بایون ټک کمپنۍ په ملګرتیا دا واکسین جوړ کړی او وروسته له دې چې دوه ځلي یې خلکو ته ورکړ، ثابته شوه چې د کرونا ویروس پر ضد معافیت رامنځته کوي. دا اعلان په داسې حال کې وشو او هیلې یې وغوړولې چې د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو لا اوونۍ نه پوره کېږي. فایزر کمپنۍ ویلي چې د هغو کسانو په منځ کې، چې له وړاندې یې د کرونا ویروس نه وي لرلی،... Читать дальше...
کابل ښاروالۍ تېر ماښام د پارک سینما په نړولو پیل وکړ. د افغان فلم رئيسه صحرا کریمي وايي چې د کابل پولیسو دا د پارک سینما له ودانۍ په زوره ایستلې ده. صحرا کریمي تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، د سینما ودانۍ ته د اعتراض لپاره تللې وه، خو دوی د سینما ودانۍ ورانه کړه. اعلې کریمي وویل: "زهیې په زوره له سینما وایستم. پولیسو په لرګو او فشار راباندې حمله وکړه. یوه ښځینه پولیسه هم ورسره وه." د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پارک سینما د ودانۍ د نړولو امر کړی دی. د ښاغلي صالح په باور دا... Читать дальше...