په کندز کې د وریجو د پروسس فابریکه جوړه شوې
په کندز کې یو سوداګر په خپل شخصي لګښت د وریجو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړې ده. د وریجو د پروسس د دې فابریکي کارکونکي وايي، په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنو وریجو د پروسس وړتیا لري او ۸۵ فني کارکونکي په کې کار کوي. په کندز کې چې د شولو حاصلات یې د افغانستان په کچه مشهور دي، په دې بڼه لومړنۍ فابریکه ده. د دغې فابریکې څښتن خان محمد فروتن وايي، پر دې فابریکه یې څه باندې ۵ میلیونه ۷۰۰ زره ډالر لګښت کړی دی. د ښاغلي فروتن په وینا، د شمال ختیځ زون په درې ولایتونو کندز، تخار او بغلان کې ۳۸۴۰ قراردادي کروندګر لري چې دې فابریکې ته شولې ورکوي. Читать дальше...