Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 18.11.2020

کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په مرسته رغیدلي پلونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې هغه پلونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي چې نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته د میلیونونو ډالرو په لګښت جوړ کړي دي. د کونړ اوسیدونکي وايي، دې پلونو د کونړ د سیند دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره نښلولي او که د ترمیم په برخه کې یې اقدامات ونه شي، خلک به بېرته له سینده په جالو کې اوړي را اوړي. د کونړ پر څپاند سیند د سپین جومات پُل څو کاله مخکې په کونړ کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د میلیونونو ډالرو په لګښت جوړ کړ او دلته یې د سیند د دواړو غاړو ولسونه سره وتړل، خو اوس د دې پل ستنې او محافظتي دیوالونه... Читать дальше...

بزګران: کندز کې طالبان او غیر مسؤله وسله وال د عُشر په نوم باج اخلي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د یو شمېر سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې له دوی څخه هم وسله وال طالبان او هم غیرې مسوله وسله وال د عُشر په نوم باج اخلي. دا ستونزه په ځانګړي توګه هغو ولسوالیو کې زیاته ده چېرته چې دواړه ډلې فعالې دي، ددې له ډلې یوه د خان اباد ولسوالۍ ده چېرته چې دواړه ډلې فعالې دي، ددې ولسوالۍ ۳۰ کلن نیاز محمد وايي، دواړه ډلې له دوی له کرنیزو محصولاتو څخه د عُشر په نوم باج اخلي او که څوک ورڅخه سرغړونه وکړي نو له هر ډول ګواښ سره مخ کیدای شي. نوموړی زیاتوي: "دهقانان نه پوهېږې چې کوم خوا ته ولاړ شي او چاته عریضه وکړي. Читать дальше...

اشرف غني د پاکستاني چارواکي سره پر "اپټا" وغږېد

Pa.azadiradio.com 

جمهور رئیس غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو په هواري ټینګار وکړ. جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود او پلاوي سره د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په هوکړه لیک "اپټا" کې د شته ستونزو او ننګونو او په دغه هوکړه لیک کې د تعدیلاتو په اړه، خبرې کړي. ولسمشر غني ټینګار کړی چې د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره باید خپل لیدلوری برابر کړو... Читать дальше...

صالح: د کابل پوهنتون د برید یو بل اصلي عامل هم نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي چې د کابل پوهنتون د برید یو بل اصلي عامل هم نیول شوی دی.  ښاغلي صالح نن دا خبره په خپل فیسبوک لیکلې ده.  هغه ویلي، د رحمت الله په نوم یو کس چې په دې جنایت کې مستقیم لاس لري او د بریدګرې ډلې غړی دی نیول شوی.  امرالله صالح پرون هم ویلي و چې په پکتیا کې افغان پوځیانو د کابل پوهنتون د برید یو عامل وژلی او یو بل یې نیولی دی.   د دغه برید یو اصلي عامل مخکې په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی و.  د کابل په پوهنتون باندې د نومبر په دویمه... Читать дальше...

"د ارزګان په ښونځیو کې د کرونا مخنیوي ته تدابیر نه دي نیول شوي"

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان کې په ښوونځیو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هېڅ ډول تدابیر نه عملي کېږي. په ترینکوټ کې د یو شمېر ښوونځيو زده کوونکي وايي، په دغه ولایت کې په یو شمېر ښوونځیو کي په یو ټولکي تر سلو زیات زده کونکي کښينول کېږي چې یو شمېر یې د کرونا ویروس نښې هم لري. په ترینکوټ ښار کې د سیدالخان مشهوره لېسه چې زرګونه زده کوونکې په کې په درس بوخت دي. د دې لېسې یو زده کوونکی بریالی وايي، په لېسه کې یې د کرونا د مخنیوي لپاره هېڅ ډول تدابیر نه شته او د ده په ټکو داسې زده کونکي هم ټولګیو ته راځي چې کوېډ -۱۹ لري. Читать дальше...

کوټه کې د تاریخي اثارو او قیمتي ډبرو نندارتون شوی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مرکز کوټه کي د تاریخي اثارو او قیمتي ډبرو دوه ورځنی نندارتون شوی چې نایابه پخواني شیان پکې اېښودل شوي ول. د کوټې او شاوخوا سيمو يو شمېر کسان دې نندارتون ته د اثارو ليدو لپاره ورغلي ول. نور حال د مشال راډيو خبريال ایوب ترین په ويډيويي راپور کې راکوي.

هېواد: ناټو له افغانستانه د بې‌مسؤليته وتلو له پرېکړې سره همغږی نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو او کابل ته د عمران خان د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې وړاندوينه کړې لیکلي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمېدو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حکومت د هند او ایران پر مرستو تکیه کوي. وړاندې راغلي،که امریکايي ځواکونه وځي او نړیواله ټولنه مرستې کموي، نو دوه لویې وېرې دي، طالبان به له نظامي اړخه پر حکومت برلاسي او حکومت به له مالي اړخه کمزوری شي. ورځپاڼې دغه‌شان ټینګار کړی چې... Читать дальше...

ګارډین ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو لیکنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ګارډین ګارډین ورځپاڼه له افغانستانه د نیمایي امریکایي سرتېرو د احتمالي وتلو په اړه لیکي، د ټرمپ اداره په پام کې لري چې د جوبایډن په مشرۍ د نوې ادارې تر راتلو پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له څلورنیم زرو، دوه‌نیم زرو ته راکم کړي.  ویل شوي چې د ټرمپ اداره به له عراقه هم ۵۰۰ امریکایي پوځیان وباسي او په دې سره به په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم کړي.  ګارډین د ټرمپ د ادارې د منتقدینو له قوله لیکي چې تر وخت مخکې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل به له طالبانو... Читать дальше...



امریکا یو جعلي قاره ویشتونکی بالستیک توغندی په ازمایشي ډول له‌منځه یووړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سمندري ځواکونو په لومړي ځل د ارام سمندر پر اوبو یو جعلي قاره ویشتونکی بالستیک توغندی په ازمایشي ډول په نښه او له‌منځه یې یووړ. دا اقدام به د چین، شمالي کوریا او روسیې له‌خوا له نږدې وڅارل شي. پنټاګون د شمالي کوریا له‌خوا ګواښونو ته په کتو غواړي د خپلو توغندیو دفاعي سیستمونه لا پیاوړي کړي. شمالي کوریا داسې قاره ویشتونکي توغندي جوړ کړي چې کولای شي تر امریکا پورې ورسېږي. که څه هم امریکا د توغندویو دفاعي ازموینې د شمالي کوریا د ګواښ پر وړاندې ډیزاین کړي، خو روسیه او چین دواړه د امریکا... Читать дальше...

د ایران حکومت: د امریکا متحده ایالاتو هر ډول برید ته سخت ځواب وایو

Pa.azadiradio.com 

د ایران پر وړاندې د امریکا د احتمالي بریدونو راپورونو ته د تهران تند غبرګون. د ایران حکومت ویلي چې دا هېواد به د امریکا متحده ایالاتو هر ډول برید ته سخت ځواب ووایي. د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي د سې شنبې په ورځ وویل، پر ایران د امریکا هر ډول برید به سخت ځواب ولري، خو نوموړي په عین وخت کې وویل چې د دې ډول پېښې احتمال لږ دی. د راپورونو له مخې په داسې حال کې چې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ دورې ختمېدو ته شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي، نوموړي له خپلو لوړپوړو سلاکارانو څخه غوښتي چې د ایران پر اټمي تأسیساتو د برید پر څرنګوالي غور وکړي. Читать дальше...

د ترکیې پارلمان اذربایجان ته د نظارتي ځواکونو د استولو پرېکړه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې پارلمان د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې توافق د نظارت لپاره د ځواکونو د استولو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ. د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې توافق د روسیې په منځګړیتوب شوی دی. د ترکیې د پارلمان د یوه ګوند په استثنا نورو ټولو د نومبر پر ۱۷مه دا پرېکړه‌لیک تصویب کړ.  ولسمشر رجب طیب اردوغان دا غوښتنه کړې وه چې په اذربایجان کې د څارنې یوه پلان شوي مرکز ته دا ځواکونه واستوي. ترکیې تېره اوونۍ له روسیې سره په اذربایجان کې د یوه ګډ څارونکي مرکز پر جوړېدو موافقه کړې وه. انقرې د اذربایجان... Читать дальше...

د روسیې د پخواني ولسمشرانو د عمري خوندیتوب مسودې لومړنی پړاو تصویب شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پارلمان د استازو جرګې د هغې مسودې لومړنی پړاو تصویب کړی چې پخواني ولسمشرانو ته د ټول عمر لپاره خوندیتوب ورکوي. دا د قانون د تعدیل د هغه پکېج یوه برخه ده چې روان اوړی په یوه ټول‌پوښتنه کې تأیید شو او له مخې یې ښایي ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ۲۰۳۶ کال پورې په واک کې پاته شي. په دې مسوده کې راغلي چې د هېواد هر ولسمشر او د هغه د کورنۍ غړي د ټول عمر لپاره د جرمي او اداري تورونو پر وړاندې مصونیت لرلی شي. دوی به نه‌نیول کېږي، نه به پلټل کېږي او نه به پوښتنې ترې کېږي، خو یوه استثنا په‌کې د خیانت... Читать дальше...

فرانسې د افغانانو په ګډون شاوخوا ۲،۰۰۰ پناه غوښتونکي له یوه کمپه ایستلي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې پولیسو د مرکز پاریس په شمال کې د افغانانو په ګډون شاوخوا دوه زره پناه غوښتونکي د کډوالو له یوه لوی کمپ څخه ایستلي دي. ډي پي اې خبري اژانس لیکلي چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمانین په یوه ټویټ کې ویلي چې دغو کډوالو په سختو شرایطو کې ژوند کاوه. ځایي چارواکي وایي دغه کډوال له «Stade de France» سټډیوم څخه ایستل شوي او په پام کې ده نویو ځایونو ته یوړل شي. د فرانسې پولیسو په وروستیو کلونو کې څو ځلې د پاریس شاوخوا ته ورته سیمې له کډوالو تخلیه کړي، خو هغه کډوالو چې د اوسېدو ځای نه‌لري، بیا بیا کمپونه جوړ کړي دي. Читать дальше...

ظریف: د سولې یوازنۍ لار د افغانستان دولت کې د بېلابېلو ډلو ورګډول دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت یوازنۍ لار د افغانستان په دولتي سیستم کې د ده په وینا د بېلابېلو ډلو ورګډول دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د ښاغلي ظریف د دې خبرې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو ویلي یې دي چې دوی په دې اړه له نورو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره خبرې کړې دي. د اعلامیې له مخې ښاغلي ظریف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د سې شنبې په ورځ د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده. ... Читать дальше...

د ولسي جرګې ځیني غړي: حکومت د الیاس داعي د وژنې قضیه کې بې‌غوري کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې په قضیه کې حکومت په بې‌غورۍ تورنوي. په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېر محمد اخندزاده دا انتقاد د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې مطرح کړ. ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "هلمند د ژورنالېستانو هغه ښه سړی، د ازادي راډیو اواز خلکو په شهادت ورساوه، چا یې پوښتنه وکړه؟ زموږ د هلمند ژبه چا ووژله؟ هېچا یې پوښتنه نه‌ده کړې. د اولاد پوښتنه‌یې چا نه‌ده کړې." د هلمند ځایي چارواکو وړاندې ویلي چې کشفي ادارو د دې وژنې په اړه پلټنې پیل کړې دي. Читать дальше...

امریکا له افغانستانه خپل ۲،۰۰۰ سرتېري باسي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې تر دې چې له سپینې ماڼۍ څخه ووځي، له افغانستانه خپل ۲،۰۰۰ سرتېري باسي. د امریکا دفاع وزارت د افغانستان په وخت تېره شپه ۱۲ بجې دا اعلان وکړ. د امریکا متحده ایالات د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر نیمایي پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکموي. تمه ده دا اقدام د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې دمخه چې جوبایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کوي، ترسره شي. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریستوفر مېلر د افغانستان په وخت تېره... Читать дальше...

د پنټاګون نوی اعلان: له افغانستان څخه خپل ۲،۰۰۰ سرتېري باسو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې تر دې چې له سپینې ماڼۍ ووځي، له افغانستان څخه ۲،۰۰۰ امریکایي سرتېري باسي.   د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون نن شپه د افغانستان په وخت د شپې ۱۲ بجې دا اعلان وکړ. په دې سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته کمېږي.   تمه ده دا اقدام د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې دمخه چې جوبایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کوي، ترسره شي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Андрей Рублев поднялся на шестое место в рейтинге ATP






Весенний лед: хоккейная сборная собирает полные трибуны в регионах

Этнофестиваль «ЯСНА МУЗЫКА» на Красной площади - состоится!

Генсек ООН направит Владимиру Путину письмо в связи с инаугурацией

Yonhap: Путин заявил о готовности России к диалогу с Западом только на равных