د ننګرهار ۱۲ ولسوالیو کې د وښو میده کولو ۶۸ ماشینونه ووېشل شول
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ننګرهار ولايت په ۱۲ ولسواليو کې د شااوخوا یو میلیون افغانيو په ارزښت په مالدارانو او لبنیاتي فعالينو څارويو لپاره د وښو ميده کولو ۶۸ ماشينونه ووېشل شول.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غبرګولي په ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ماشينونه د ننګرهار ولايت د بهسود، کامه، دره نور، کوزکونړ، ګوشته، لعلپوره، مومندره، چپرهار، پچیراګام، سرخ رود، رودات او خوګیانو ولسواليو کې د ختیځ لبنیاتو ټولنې او ځیني نورو ګروپونو ته ورکړل شوي دي.
ښاغلي رستمي وايي، یاد ماشینونه د ختیځ لبنیاتو هغو ګروپونو ته ورکول شوي چې د ختیځ لبنیاتو ټولنې ته شیدې ورکوي او ترڅنګ یې د مالدارو هغو ګروپونو ته چې د مالدارۍ فعالیتونه ترسره کوي.
د نوموړي په خبره، دا ٦٨ پايې ماشینونه چې هر يوه يې شااوخوا ۱۲ زره افغانې ارزښت لري، مالدارانو سره د وښو د ضایعاتو د مخنیوي، د وښو څخه اعظمي ګټه اخېستنې، د لبنیاتو زیاتوالي، د مالدارانو د اقتصادي پياوړتیا او ترویج په موخه ورکړل شوي دي.