په خوست کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ونیول شو
بیګا شپه د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پولیسو لخوا یو هینو موټر چې تر څلور ټنه زیات باروت پکې ځای پر ځای شوي ول، له ډرایور سره یوځای نیولي دي. نن د دوشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي مشال راډيو ته وویل، په نیول شوي موټر کې له چاودیدونکو توکو سربیره ۸۵ دانې ۵ کیلويي بمونه هم ځای پر ځای شوي ول. نوموړی زیاتوي، چې یاد موټر يې د خلکو د همکارۍ او کشفي مالوماتو لارې نیولی دی. سمونوال سیف الله سرحدي وايي دا لارۍ یې د خوست د کشفي او امنیتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ... Читать дальше...