Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 16.06.2021

هغه زده‌کوونکي چې نور به هېڅکله خپل ښوونکی ونه‌ويني

Pa.azadiradio.com 

نظر زلمی چې تېره اوونۍ د کرونا له امله ومړ، اوس‌مهال یې د کانکور د محصلانو ښوونيز مرکز تړل شوی. کورنۍ يې وايي، استاد زلمي نږدې ۴۰ کاله په ښوونيز ډګر کې خدمت وکړ چې د خدمت په پایله کې یې سلګونه زده‌کوونکو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړې.

د پولیو کمپاین پای ته ورسید، څلور کسان یې په بهیر کې ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له ننګرهار پرته په ټولو ولایتونو کې د پولیو د واکسینو څلور ورځنی کمپاین عملي شوی. په ننګرهار کې وروسته له هغې چې پرون وسلوالو کسانو څلور واکسیناتوران په ډزو ووژل دا کمپاین وځنډیده. افغانستان او پاکستان دوه هیوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي له منځه نه ده تللې.

د تېلو پمپونو او سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری: فعالیتونه به مو ودرول شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له اور لګېدنې د خوندیتوب فني او دایمي کمېټې، د تېلو د پمپونو او سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری ورکړی، که د خوندیتوب تدابیر مراعات نه‌کړي، فعالیتونه به‌یې ودرول شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په بندرونو او لویو ښارونو کې د پرله‌پسې اور لګېدنو له امله دولت، خلکو او سوداګرو ته درانه زیانونه واوښتل. د کابل په درېیمو مکروریانونو کې د احمدیار د تېلو ټانک د اور لګېدنې له زیانمنو څخه عبدالحمید وايي، د درېیمو مکروریانو په عبدالحق څلورلاري کې، احمدیار تېلو ټانک ته څېرمه‌یې... Читать дальше...

خوږ حاصل، خو سوړ بازار

Pa.azadiradio.com 

د فراه د شاتو د مچیو روزونکي د شاتو د پلور له کمښته شکایت کوي. دوی د شاتو له تولید خوښ دي، خو وايي چې د پلور لپاره ښه بازار نه‌لري. تېر کال شااوخوا ۱۱ ټنه شات په فراه کې تولید شوي و، خو سیمه‌ییز چارواکي وايي ښايي سږ کال‌یې د وچکالۍ له امله تولید کم وي.

افغانستان کې کرونا ویروس تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ تنه مړه کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ افغانان په کرونا ویروس مړه شوي دي.  دې وزارت همداراز په یاده موده کې په کرونا ویروس د ۱،۷۲۲ تنو اخته کېدا هم تأیید کړې ده.  د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر ۹۶ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۳ زره ۸۰۰ ډېر نور ورڅخه مړه شوي دي.  خو ویل کېږي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو او ورڅخه مړینو شمېر تر دې خورا ډېر دی، ځکه چې ډېری افغانان لا هم ټولنیز واټن نه‌رعایتوي او نورو طبي سپارښتنو ته لازم پام نه‌کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ننګرهار کې د واکسیناتورانو په وژنه کې طالبان ملامت کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسیناتورانو د وژلو په خاطر وسله‌وال طالبان ملامت کړل.  دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغه څه مخه ونیسي چې دغه وزارت د طالبانو جنایت بللی دی.  په خبرپاڼه کې د دې ډول پېښو د عاملانو پر محاکمه کېدو ټینګار شوی دی.  طالبانو د ننګرهار د پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

بسم‌الله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت 'سرپرست' وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

بسم‌الله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. یوه باخبره حکومتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي د هغه ګومارنه تأییدوي. په ورته وخت کې په افغان حکومت کې یوه بله باخبره سرچینه چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې ټاکل شوې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي محمدي ګومارنه تر سبا وروستۍ شي. دا په داسې حال کې د مسعود اندرابي له لیرې کېدو جمهور رئیس غني حیات‌الله حیات د دغه وزارت د سرپرست... Читать дальше...



د جانیخېلو د امن په اړه تر عملي اقداماتو پورې به پرلت روان وي: ګل عالم وزیر

Mashaalradio.com 

د بنو د جانیخېلو د احتجاجي ناستې منتظم او یو ځايي مشر ډاکتر ګل عالم وزیر وايي، حکومت ورسره د امنیت په اړه موافقه کړې خو عملي اقدامات غواړي. د سیمې خلکو د مې پر ۳۱مه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې یوه ورځ وروسته پرلت پیل کړ. تر دې مخکې په مارچ کې هم د جانیخېلو خلکو د څلورو ځوانانو د مړو تر موندل کېدو ورسته پرلت وهلی وو چې د امنیت په اړه د حکومتي ډاډ او لیکلې موافقې په نتیجه کې یې ختم کړ. وزیر د جون پر ۱۶مه له مشال راډيو سره په مرکه کې تور پورې کړ چې حکومت د وسله والو پر وړاندې کوټلي ګامونه نه اخلي. Читать дальше...

د مومندو جرګه ډېره پياوړې ده: ملک نادر منان

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو د مومندو يو مشر ملک نادر منان مېلمه دی. په خپرونه کې له نوموړي سره په سيمه کې د امنیت او شخړو هواري پر موضوعاتو خبرې شوې دي. منان وايي، د مومندو مشران د نورو قبايلي سيمو پرتله د جرګې قوي نظام لري او په ښه ډول ټولې مسلې هواروي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

د مسکو او واشینګټن ترمنځ د ترینګلتیا اوج کې د بایډن او پوتین لېدنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا جمهور ریس جو بایډن او د روسیې جمهور ریس ویلادیمیر پوتین په داسې حال کې له یو بل سره ګوري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر سړې جګړې راهېسې تر ټولو ټېټې کچې ته راغلي دي. دواړو مشرانو نن په جېنوا کې سره وکتل. دا د جمهور ریس په توګه د بایډن له پوتین سره لومړنۍ لیدنه ده. څو میاشتې مخکې بایډن ویلي وو باور لري چې پوتین یو قاتل دی. نن په جېنوا کې د سویس جمهور ریس گای پَرمیلین پوتین او بایډن ته هرکلی ووایه او هیلمندي یې وښوده چې د دوی دا لیدنه ګټوره وي. بایډن د امریکا پنځم جمهور ریس دی چې له پوتین سره لیدنه کوي.

خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سولې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې.  دواړو پر خپلو ټویټرپاڼو کښلي چې د سې شنبې په ورځ‌یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي.  خیلزاد لیکلي چې هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه وده کې ډېر مهم رول لوبولی دی.  ده همداراز ویلي، له هند او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره په ګډه کار کوي چې له افغانانو سره په سوله، امنیت او اقتصادي غوړېدا کې مرسته وشي.

د بشر حقونو کمېسیون: د طالبانو رهبري دې د عامه تأسیساتو په تړاو خپل دریځ څرګند کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د عامه تأسیساتو او بنسټونو ورانول له نړیوالو بشرپاله اصولو ښکاره سرغړونه ده. دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته د منسوبې هغې وېډيو تر خپرېدو وروسته ده چې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ ودانۍ په‌کې په بمونو الوزول کېږي. دا تصويرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، تر اوسه د ازادي له‌خوا په مستقله توګه نه‌دي تأييد شوي. وسله‌وال طالبان په دې اړه څه نه‌وايي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د چهارشنبې په... Читать дальше...

د پاکستان د پارلېمان غړو لفظي شخړه د چا په ګټه تمامېږي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جون پر ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ په اړه د اپوزیشن مشر میا شهباز شریف د وینا پر مهال د حکومت او اپوزيشن غړو شور جوړ کړ، یو بل ته يې سپکې سپورې وويلې او یو بل یې د بجټ په کتابچو وویشتل. د اسمبلۍ د غړو دغه برخورد پر ټولنيزو رسنيو په پراخه کچه غندل شوی. خو پوښتنه دا ده چې د پارلېمان د غړو دغسې برخورد د هغه هېواد سياست او جمهوريت ته څومره زيان رسولای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي.

د ایران انتخابات؛ مهر علیزاده له کاندیداتورۍ لاس واخیست

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه اصلاح غوښتونکي نوماند له کاندیداتورۍ لاس واخیست. ایراني رسنۍ وايي چې پخوانی مرستیال ولسمشر ۶۴ کلن محسن مهر علیزاده نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ له کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان وکړ. نوموړی یو له دوو اصلاح غوښتونکو څخه دی چې د ایران د روان جون د ۱۸مې یعنې د راتلونکې جمعې د ورځې انتخاباتو ته د کاندید په توګه تأیید شوی و. اوس پنځه کاندیدان پاتې دي او غالب ګومان دا دی چې د ایران د قضاییه قوې سخت دریځی مشر ابراهیم ريیسي به د حسن روحاني ځای ونیسي. Читать дальше...

د قامي اسمبلۍ غونډې پر ګډوډوونکو بندیز ولګېد

Mashaalradio.com 

دا خبره اسد قيصر د جون پر ۱۶مه پر ټوېټر تر هغې یوه ورځ وروسته لیکلې چې د راتلونکي مالي کال پر بجټ د بحث پر وخت د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د حکومت او اپوزیشن غړو یو بل په سپکو نومونو یاد کړل، شور یې جوړ کړ او پر یو بل یې د بجټ د قانوني مسودې کتابچو وارونه وکړل.

امریکا او اروپايي ټولنې افغانستان کې د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړې له تودېدو سره جوښت امریکا او اروپايي ټولنې د سولې د بهیر ترڅنګ په دغه هېواد کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی دی. د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډه اعلامیه کې چې د سې شنبې (د غبرګولي ۲۵مه) په ورځ ناوخته په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو له ناستې وروسته خپره شوه راغلي چې د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو ساتل ورته ډېر مهم دي. په اعلامیه کې ویل شوي: "له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام سره، موږ په ګډه کار کوو چې د سولې د روان... Читать дальше...

ابراهیم رئیسي، هغه "قاتل" چې ښايي د ایران ولسمشر شي

Pa.azadiradio.com 

ابراهیم ر ئیسي د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یو له مخکښو نوماندانو څخه شمیرل کیږي. هغه د ایران د قضایه قوې مشر دی او ویل کیږي چې له اردو او د ایران د ستر رهبر ایت الله علي خامنه ای سره نزدې اړیکې لري. د ایران دد ولسمشرۍ ټاکنې چې د جمعې په ورځ کیږي اوه نوماندان به په کې برخه واخلي. په دې راپور کې موږ د ابراهیم رئیسي تېر ته لنډه کتنه کوو

افغانستان او ازبیکستان پر سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا غږیدلي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي. د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې اړه د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف پرون سې شنبه ( د غبرګولي په ۲۵مه) د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر سره ولیدل. د خبرپاڼې له مخې، دوی د افغانستان د سولې پر پروسې، د منځنۍ او جنوبي اسیا نړیوال کنفرانس ته د تیارۍ پر بهېر او دغه راز د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ پر اقتصادي او تجارتي اړیکو خبرې وکړې.

Новости России
Москва

Каршеринг BelkaCar и картографический сервис 2ГИС запустили серию совместных маршрутов


د هرات کروندګر: ایراني زعفرانو د افغاني زعفرانو بیه راټېټه کړې

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د زعفرانو کاروباریان او کروندګر وايي، د افغانستان له لارې د ایران د زعفرانو صادراتو د افغاني زعفرانو بیه نیمايي ته راټیټه کړې ده. دوی وايي، د افغانستان د ولسمشر له فرمان سره-سره چې هېواد ته یې له بهره د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات منع کړي، بیا هم له ایرانه زعفران واردېږي. د هرات د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې تېر کال دغه ولایت کې له ۸ زره هکتاره ځمکې د ۲۱ ټنه زعفرانو حاصل ټول شوي او څه باندې ۲۰ زره کورنۍ په دې برخه کې په کار بوختې دي.

په امریکا کې د 'الزایمر' واکسین د ازموینې پایلې بریالۍ وې

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د الزایمر یا هېرې د واکسین د کلنیکي ازموینې د دوهم پړاو پایلې بریالۍ وې. دا واکسین نیورو ساینس په نوم شرکت چې د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ د درملنې په برخه کې فعالیت کوي جوړ کړی دی.   نیور ساینس په وروستیو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپل واکسین وازمایه چې نتیجه یې تر ډېره بریالۍ وه. اوس دا واکسین په ۸ هېوادونو کې پر ۱۹۶ رضاکارانو ازمویل شوی دی. لومړنۍ نتیجې ښيي چې واکسین منفي عوارض نه لري او د ناروغ په بدن کې داسې انټي باډي رامنځته کوي چې د یو ډول پروتین د جوړېدو سبب کېږي چې د الزایمر له ښه کېدو سره مرسته کوي.

بریتانیا: له ایران سره اټمي هوکړه کې د بریالیتوب تضمین نشته

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له ایران سره د اټمي موافقې په برخه کې له څرګندو پرمختګونو سره سره لا هم په خبرو کې د بریالیتوب تضمین نه شته. ډومینیک راب پرون سې شنبه (د غبرګولي په ۲۵مه) د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت په منظم ډول د اټمي موافقې د ګډ اقدام جامع پروګرام ته ژمن نه دی. نوموړی وايي، بریتانیا له خپلو اروپايي شریکانو، امریکا او روسیې سره همکاري کوي، خو په وینا یې اړتیا ده چې ایران په بشپړ ډول د اټمي هوکړې ټولې ژمنې پر ځان تطبیق کړي.

چارواکي: د فاریاب دولت اباد او د کندز خان اباد له طالبانو پاک شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال کې شاهین قول اردو نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د لومړي کنډک ځواکونو یې د کومانډو په مرسته نن چهارشنبه سهار د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه کړه. د شاهین قول اردو له خبرپاڼې سره سم، د دولت اباد ولسوالۍ تصفیوي عملیات د سهار په ۳ بجو پیل او تر ۶ بجو او ۲۰ دقیقو پورې یې دوام وکړ. شاهین قول اردو د عملیاتو په ترڅ کې د دواړو خواوو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. له بلې خوا په کندز کې چارواکي وايي چې د خان اباد ولسوالۍ یې هم بېرته نیولې ده. Читать дальше...

کرونا وبا؛ افغانان: له خبرداري سره-سره لا هم مېلې کېږي او پارکونه پرانیستې دي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان وايي، که څه هم د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي له امله د ودونو سالونونو، پارکونو او نورو عامه ځایونو د تړل کېدلو په اړه د حکومت له اعلان څو ورځې اوړي، خو د دوی په خبره دغه پرېکړه تر اوسه هم به بشپړ ډول نه ده عملي شوې. د کابل په خېرخانې مېنه کې د بي بي سارا پارک لا هم پرانیستی دی. د عامې روغتیا وزارت د خبرداري سره-سره ځایي خلک دلته د چکر لپاره پارک ته راځي او ګڼه ګوڼه هم په کې زیاته ده. په دې پارک کې د خلکو شمېر له ماسپښین وروسته لا ډېرېږي او ډېری خلک پرته له ماسک او نورو روغتیايي سپارښتنو دلته په پارک کې سره راټولېږي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича






Российско-турецкий мониторинговый центр в Карабахе прекратил свою деятельность

Большая вода паводка-2024 выявила множество проблем в России

ЮKassa: число самозанятых россиян в 2023 году увеличилось на 34%

"Цена взлетит в небо": эксперт объяснил, что стоит заранее купить россиянам