له جرمني ستون شوی افغان کډوال: افغانستان کې هېڅوک نه لرم
۳۳ کلن شاه ولي شهري چې تېره اوونۍ له جرمني څخه کابل ته لېږل شوی ۲۴ کاله وړاندی ايران ته کډوال شوی وو او اوس په افغانستان کې د کورنۍ غړي او خپلوان نه لري. دی شپږ کاله وړاندې له خپلې مېرمنې سره يو ځای په قاچاقي لاره المان ته تللی وو او هلته په چاقو د خپلې مېرمنې له وهلو وروسته بندي شوی وو. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ: