Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 11.06.2021

د کرونا درېیمه څپه؛ سر له نننه ټول افغانستان کې جدي بندیزونه وضع شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس درېیمه څپه د اوج کچې ته د رسېدو په حال کې ده او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.  دغه وزارت د کووېډ-۱۹ساري ناروغۍ د مهارولو لپاره سر له نننه ( شنبه-د غبرګولي ۲۲مه) په ټول هېواد کې د اړوندو ادارو په همغږۍ جدي بندیزونه اعلان کړل.  دا چې دا بندیزونه څه دي د وزارت ویاند دستګیر نظري یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "مونږ په ۳۴ ولایتونو کې ټول ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل، پخوا ۱۶ ولایتونو کې وو. په ټول هېواد کې باید د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، کلپونو او حوزونه تړلي وي. Читать дальше...

کارپوهان په قزاقستان کې د تولید شوېو واکسینونو تطبیق سره مخالف دي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کارپوهانو د کووېډ-۱۹ د هغو واکسینونو د ورکولو سره مخالفت کړی چې په قزاقستان کې تولید شوي دي.   دوی وايي، دې واکسینونو د ازمیښت معیاري پړاوونه نه دي تېر کړي. دا په داسې حال کې ده چې د 'QAZVAC' واکسینو تر سل زرو دوزو زیات د قزاقستان روغتیايي مرکزونو ته ویشل شوي او دوه میلیونه ډوزه نور په لاره دي.   په ورته وخت کې د دې واکسینونو تولیدونکي شرکت وايي، 'QAZVAC' واکسین خوندي او ۹۶ سلنه مؤثر دي. بشپړ ویډیويي راپور ددې لېنک په کېکاږلو سره وګورئ:

د نشه يي توکو د زيانونو په اړه پر دېوالونو د رسامۍ کمپاین په بشپړېدو دی

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو د هنر سالار بنسټ په همکارۍ د نشه یي توکو د زیانونو،کښت او قاچاق په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه په ۷ ولایتونو کې د دیوالي نقاشیو لړۍ پیل کړې. دغه کمپاین تر اوسه د کابل په ګډون ننګرهار، هرات، کندهار، هلمند، بلخ او بدخشان ولایتونو کې بشپړې شوې او ژر به په نیمروز ولایت کې هم ترسره شي. د ټولو ولایتونو اوسیدونکو له ازادي راډیو سره په مرکو کې د زهرو کاروان خپرونې له مسؤلینو او هنرسالار بنسټ نه مننه وکړه چې د خلکو د پوهاوي په موخه یې دغه لړۍ پیل کړې. دوی وايي، دغه دیوالي... Читать дальше...

ملګري ملتونه: تر کانونو وروسته نشه‌يي توکي د طالبانو دوهمه ستره مالي سرچينه ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو يو راپور ښيي چې د يوه کال په تېرېدو سره د هېوادونو تر منځ پرتګ راتګ او سوداګرۍ باندې بنديزونو، په تېره بیا د کرونا د خپرېدو له وېرې د اسيايي او اروپايي هېوادونو تر منځ بنديزونو د نشه يي موادو قاچاق هېڅ نه دی لږ کړی.  په دې راپور کې د افغانستان د وضعیت په اړه راغلي چې د نشه يي موادو جوړول، په تېره بیا هیرويينو او ښیښې توليد د کرونا له وبا سره پر يوه وخت ښه پريمانه دوام پيدا کړی او اروپايي هېوادونو ته يې قاچاق هم د پخوا پرتله ډېر شوی دی. په دې راپور کې راغلي چې تر کانونو وروسته... Читать дальше...

د ناټو راتلونکې سرمشریزه؛ د افغانستان په کومو مسایلو بحث کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وايي، د دې سازمان په راتلونکي سرمشریزه کې به د نورو مسالو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وشي. ینس سټولټنبرګ چې د جمعې (د غبرګولي ۲۱مه) په ماسپښین په بروکسل کې د ناټو له مرکزي دفتره په انلاین خبري غونډه کې غږېده وویل: "د ناټو پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېږي، خو زموږ ملاتړ له افغانستان سره دوام کوي."  په افغانستان کې د طالبانو پر لاس د پرله پسې څو ولسوالیو د نیول کېدو او د افغان ځواکونو سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ د څرنګوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ینس سټولټنبرګ... Читать дальше...

د بښنې سازمان: نړیواله ټولنه دې افغانستان سره روغتیايي مرستې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د اکسیجن د کموالي د ستونزې د حل او د کرونا ضد واکسین د تطبیق لپاره اقدام وکړي. دغه سازمان نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د نړیوالې ټولنې له خوا دې سم د لاسه له افغانستان سره روغتیايي مرستې وشي. د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.  په دغه سازمان کې د اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني په اعلامیه کې ویلي چې دا مهال د واکسین کموالی او نشتوالی یوه لویه... Читать дальше...

بریتانیا: بېلاروس په یوه شړل شوي دولت د بدلېدو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې بېلاروس په یوه شړل شوي دولت د بدلېدو په حال کې دی.  ډامنیک راب دا خبره داسې وخت کوي چې بېلاوس، د اپوزیسیون د یوه فعال رامان پراتاسیویچ او د هغه د ملګرې د نیولو لپاره د مې میاشتې پر ۲۳مه د راین ایر هوايي شرکت یوه ملکي الوتکه د مېنسک پر هوايي ډګر کښېناستلو ته مجبوره کړه.  د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب له رویټرز اژانس سره نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) په مرکه کې وویل، دېته اړتیا لرو چې بېلاروس  د نړیوال قانون د بنسټیز حاکمیت لپاره اساسي ګامونه واخلي. Читать дальше...

ګل مینه وايي، پر نجونو غږ غیرانساني کار دی

Mashaalradio.com 

د ''ږغ/غږ'' ناوړه پښتني دود ښکار ګل مینه وایي چې کله دې په ۱۲م جماعت کې سبق ویلو نو په قلا سېف الله کې یو تن د دوی په کور د دې رشتې لپاره غږ وکړ او د دې د کور مخې ته یې درې ډزې وکړې او دا چیغه یې خوره کړه چې ګل مینه دوی ''ومېرله'' او اوس بل چا ته نه شي کوژدن کېدلی. دې دود ته د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې 'اړه' ویل کېږي. د ګل مینې کورنۍ نهه کاله پر هغه کور چې دا یې (اړه) کړې وه، جرګې مرکې وکړې او عدالت ته هم ولاړه خو څه ګټه یې ونه کړه. له دغې پېښې وروسته یې له خپل کلي کډه وکړه او کوټې ته ولاړل... Читать дальше...



د کرونا ۳مې څپې یو شمېر افغانان ناورین سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې خلک له ناورین سره مخ کړي دي. ډېری هېوادوالو ته د کرونا واکسینونو نه رسېدل، د اکسیجن کموالی او د مصنوعي تنفسي دستګاوو نشتون د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي. نور جزییات په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

د پکتیا چارواکي: زرمت ولسوالۍ کې ۶۵ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا امنیه قومانداني په زرمت ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. د دې قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) رسنیو ته وویل: "په دغو عملیاتو کې ۶۵ وسله وال وژل شوي او ۵۴ تنه نور یې مرګوني ټپیان دي. اوس هم عملیات روان دي. د پکتیا په ټولو سیمو کې د وسله والو مخالفانو پټنځایونه ویجاړوو." د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، په زرمت کې د پیل شوېو عملیاتو هدف د دغې ولسوالۍ تصفیه ده. وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

روغتیا وزارت د کابل ۲ روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوې فعالې کړې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې پر کرونا وبا د اخته شوېو کسانو لپاره د اکسېجن پر کمي د نیوکو وروسته، د عامې روغتیا وزارت د دې ښار په دوو روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوو د فعالېدو خبر ورکوي. د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس عالي‌زي ازادي راډیو ته وویل، دا دوه دستګاوې د افغان ـ جاپان او قصبې په روغتونونو کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته شوېو کسانو لپاره ځانګړې شوې، لګېدلي او فعالیت یې پیل کړی دی. "د قصبې په روغتون کې د اکسېجن د تولیدونکي دستګاه په ۲۴ ساعتونو ۱۰۰ او په افغان – جاپان روغتون کې بیا دا دستګاه په همدومره... Читать дальше...

بلوچستان کې د یوه بس د چپه کېدو پېښې ۲۳ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې چارواکي وايي، په بلوچستان ایالت کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.  دغه بس نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) سهار د یوه صوفي له زیارته زیارت کوونکي د سند ایالت دادو ښار ته لېږدول چې په خضدار کې چپه شو او ګڼ نور کسان یې ټپیان کړل.  په خضدار کې د پولیسو یوه محلي چارواکي ویلي، ژغورونکو ټپیان نږدې روغتون ته لېږدولي دي.   تر دې مخکې د وژل شوېو شمېر د ۱۸ او ۱۹ ترمنځ ښوول شوی وو.  چارواکو ویلي، موټر چلوونکي د زیات سرعت له کبله د تاوېدو په وخت کې بې کنټروله شو او موټر ورڅخه چپه شو.

ایران کې څاه ته د افغان پناه غوښتونکو د لوېدو پېښه کې ۲ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ایرانۍ رسنۍ وايي، یوې څاه ته د یوه ډله افغان پناه غوښتونکو د لوېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د ایران د ځوانو خبریالانو اژانس راپور ورکړی، دغه پناه غوښتونکي د غبرګولي د اوولسمې پر ماښام وروسته له هغې څاه ته ولوېدل امنیتي ځواکونو ورته د درېدو امر وکړ. بل خوا ایلنا خبري اژانس وايي، دغه غیرقانوني افغان کډوال د تعقیب پر مهال په تیاره کې د تېښتې له کبله څاه ته لوېدلي دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ بیا د افغان پناه غوښتونکو پر موټر د ایران د امنیتي ځواکونو په ډزو درې کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیانشوي وو. Читать дальше...

“د باجوړ مولوي ګل داد د وسله والو خلاف مبارزه کوي”

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو د باجوړ مولوي ګل داد مېلمه دی. په نننۍ خپرونه کې له نوموړي سره پر دې موضوع مرکه شوې چې ده په ۲۰۰۷ز کال کې په باجوړ کې د وسله والو خلاف مبارزه پيل کړې وه. په دې مبارزه کې د هغه ورور او تر ۱۳ زيات کسان وسله والو وژلي ول. د پاکستان حکومت مولوي ګل داد ته د وسله والو خلاف مبارزې لړ کې تمغه شجاعت ورکړي. زموږ همکار ګل اياز نوموړي سره مرکه کړي.

افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وضعیت د یوه ځانګړې امریکايي کمېسیون اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو حملې د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي کمېسیون اندېښنې زیاتي کړي دي.  د امریکا دا دولتي بنسټ هرکال په نړۍ کې پر مذهبي ازادیو راپور  جوړوي. د دې بنسټ په تازه راپور کې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په اړه يې خپور کړی راغلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک او د بین الافغاني خبرو له پیل وروسته هم دې هېواد کې امنیتي حالات ښه نه شول او پر مذهبي لږکیو حملې زیاتې شوي چې له امله يې زیات شمېر خلک په ځانګړي ډول سیکهان ووژل شول.  د نړیوالې... Читать дальше...

د پکتیا والي: ۴ ولسوالیو کې د ترهګرو ۶۳ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا والي ادعا کوي چې تېره شپه په څلورو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وسله والو طالبانو تر ۶۰ زیات غړي وژل شوي دي.  محمد حلیم فدايي، نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) رسنیو ته وویل: "امنیتي ځواکونو په زرمت، میرزکه، احمد ابا او احمدخېلو ولسوالیو کې د ترهګرو ۶۳ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل." ښاغلي فدايي ویلي چې امنیتي ځواکونه به ټولې هغه ماینونه شنډوي چې په وروستیو کې وسله والو طالبانو پر لویو لارو ښخ کړي دي.   د وسله والو طالبانو ویاندویانو د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

سيپېک پروژې ته کتنه

Mashaalradio.com 

په څېړنه کې ویل شوي چې په دې پروژو کې خورا زیاتې مسلې دي خو پر دې سربېره به هم دا پروژه دوام ومومي.

غور چارواکي: غبرګو پېښو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې دوو پېښو کې د ۱۵ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته وویل، ۱۴وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول چې د تولک ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره یې تېره شپه جګړه پیل کړه. د والي ویاند وايي، د فیروزکوه په شمال کې پر یوه پوسته د طالبانو په بله حمله کې یو طالب وسله وال او درې سرتېري وژل شوي دي. وسله والو طالبانو د افغان دولت دا ادعا رد کړې. ددې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیکلي پیغام کې لیکلي چې 'د دښمن ادعا دروغ' ده. Читать дальше...

Новости России
Москва

Врач-гигиенист сети клиник «Мегастом» Ольга Жидких: как правильно ухаживать на полостью рта и зубов


چارواکي: روسیه ایران ته د سټلایټ سیسټم د ورکولو په چمتووالي بوخته ده 

Pa.azadiradio.com 

ځینو چارواکو ویلي چې روسیه ایران ته د سټلایټ د پرمختللي سیسټم د ورکولو په چمتووالي بوخته ده.  د امریکا او منځني ختیځ ځینو اوسنیو او پخوانیو چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د روسیې دا کار به په سیمه او له هغې هاخوا د تهران څارنه لا پراخه او پرمختللې کړي.   په راپور کې راغلي چې په روسیه کې جوړ شوی د کانوپوس-وي (Kanopus-V) نوم د سټلایټ سیسټم او پرمختللې کامره یې ښايي په څو ماشتو کې فعاله کړای شي.   د واشنګټن پوسټ په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه له تبصرې ډډه وکړه. ... Читать дальше...

خبریالان: د خبریال حقپرست د وژل کېدو قضیه دې د جګړې ښکېلې خواوې وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲۲مه) په لوګر کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیزو بنسټونو استازو د یوې ناستې په ترڅ کې د دې ځای د یو سیمه ېیز خبریال حفیظ الله حقپرست وژل کېدل وغندل او د جګړې له ښکېلو خواوو يې غوښتنه وکړه چې یاده پېښه دې په جدیت وڅیړي. حفیظ الله حقپرست د جون په ۹مه د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عرب خان کلا سیمه کې د طالب وسله والو او حکومتي عسکرو ترمنځ جګړه کې هغه مهال ووژل شو چې په خپله کرونده کې په کار بوخت وو. خبریالانو او د رسنیو استازو وویل، په دې وروستیو کې د دا ډول پېښو زیاتوالي... Читать дальше...

چارواکي: لغمان کې یو او د ننګرهار په سره رود کې ۷ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان امنیه قوماندانۍ د بدرالدین په نوم د طالبانو د یوه لوړ رتبه قوماندان د وژلو خبر ورکړ.  دغې قوماندانۍ نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل، د لغمان لپاره د طالبانو دغه پوځي مسوول له خپلو درېیو ملګريو سره تېره شپه له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او څو تنه نور یې ټپیان دي.  بل خوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په سره رود ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.  دغه دفتر نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه... Читать дальше...

اروپايي پارلمان: پر بېلاروس دې اقتصادي بندیزونه سخت شي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي پارلمان د بېلاروس پر وړاندې د سختو اقتصادي بندیزونو او یو لړ نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.  د دغو اقداماتو غوښتنه د بېلاروس له خوا د اپوزیسیون د یوه فعال رامان پراتاسیویچ د نیولو لپاره د راین اییر هوايي شرکت د یوې الوتکې د جبري کښېنولو په ځواب کې شوې ده. بېلاروس د مې میاشتې پر ۲۳مه د راین ایر هوايي شرکت الوتکه د مېنسک پر هوايي ډګر ناستې ته مجبوره کړې وه.   د اروپايي پارلمان وکیلانو پرون پنجشنبه(د غبرګولي ۲۰مه) په یوه غیر لازم الاجرا پرېکړه لیک کې وویل، اقتصادي بندیزونه باید د بېلاروس د... Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د یوې اوونۍ په لړ کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي دي.  د دې قوماندانۍ ویاند، لومړي څارن فرید خان نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) رسنیو ته وویل، نیول شوېو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی: "د ننګرهار پولیسو په مرکز جلال اباد او د ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. په دغو جرمونو کې غلا، غصب، قاچاق، جنګ او له طالبانو سره د اړیکو موضوع شامله ده." د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، له نیول شوېو کسانو پوښتنې- ګروېږنې روانې دي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Хромачёва и Бабош выиграли турнир WTA в Руане в парном разряде






В Сочи арестовали гулявшего с мёртвым дельфином мужчину

Морской кокос во благо красоты

ЦСКА и «Спартак» сыграли 0:0 впервые с 2003 года

Подмосковье 26 апреля представит молодежную программу ЦЗН на выставке «Россия»