د برېښنا ستنو د الوځولو دوام؛ افغانستان کې خلکو لمریزې برېښنا ته مخه کړې
د برېښنا ستنو د ویجاړېدو په دوام نن سهار یو ځل بیا د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستنه د بمونو په وسیله ویجاړه شوه. دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا ستنو د ویجاړېدو له امله د کابل او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او لمریزې برېښنا تهیې مخه کړې ده. د کابل ښار اتمه ناحیه هغه بازار چې خلک پهکې لمریزې انرژۍ یا سولر دستګاوې پېري په دې شپو او ورځو کې ورته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی. په یاد بازار کې د سولر د پلور له ۸ تر ۱۰ دکانونه شته او د مشتریانو شمېر هم زیات شوی. Читать дальше...