Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 25.06.2021

اسټن غني ته: امریکا افغانستان سره تل پاتې مشارکت او دفاعي اړیکو ته ژمن دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو لوړو پوړېو افغان چارواکو نن جمعه (د چنګاښ په ۴مه ) په پنټاګون کې د امریکا د دفاع له وزیر لوېډ اسټن سره ولیدل. ښاغلي اسټن وویل چې هېواد یې له افغانستان سره تل پاتې مشارکت او په خاص ډول قوي دفاعي اړیکو ته ژمن دی. نوموړي همدغه راز وویل، امریکا د افغان ځواکونو سره مهمو امنیتي ‌او دفاعي مرستو ته ژمنه ده. په دغه لیدنه کې ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو د انتقال نوی دور مهم وباله. نوموړي وویل چې دواړو هېوادونو منلې چې اړیکې... Читать дальше...

مېرمن پلوسي: امریکا ته د اشرف غني سفر واشنګټن ته مهم دی

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د استازو د خونې له مشرې نانسي پلوسي او د ملي امنیت د شورا له مشاور سره ولیدل. د کانګرس په ودانۍ کې ولسمشر غني او د استازو د خونې مشرې پلوسي د جمعې په ورځ (د چنګاښ څلورمه) تر ملاقات مخکې په لنډ ډول خبرې وکړې. مېرمن پلوسي امریکا ته د ښاغلي غني سفر د کابل او واشنګټن لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې دي. نوموړې همدغه راز وویل چې په افغانستان کې د نورو پرمختګونو تر څنګ د ښځو او نجونو پرمختګ د پام وړ دی او... Читать дальше...

کراچۍ کې د پولیسو په ډزو ټپیان د جنوبي وزیرستان دوه ځوانان

Mashaalradio.com 

د جون پر ۲۰مه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې پوليسو د جنوبي وزيرستان دوه ځوانان په ډزو ژوبل کړل۔ په دغه پېښه کې د څلورو پوليسانو پرضد مقدمې درج شوي دي او ګرفتار کړل شوي هم دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

ملګري ملتونه: افغانستان سیمه کې د ښیښې جوړولو په مرکز اوښتی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په افغانستان کې د د نشه يي بوټو د کښت او نشه يي موادو توليد د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي چې بايد نړیواله ټولنه له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې پر خپلو ژمنو له سره کتنه وکړي. له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشرې 'ګاډا ويلي' د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعيت په اړه وويل، که څه هم په افغانستان کې د تارياکو بیه راټيټه شوې، خو بيا هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت دوام لري. مېرمن ګادا ويلي وايي چې... Читать дальше...

زابل کې تر ۲۰ کيلوګرامو ډېر هیرويين او ښیښه ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې تر شلو کيلوګرامو ډېر هیرويين او ښیښه ونیول شوه. د زابل له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال په یوه ټونس موټر کې ۱۴ نیم کيلوګرامه ښیښه او دغه ډول له یوه کرولا موټره شپږ کيلو او درې سوه ګرامه هيرويين ونيول. د زابل ولایت امنیه قوماندان ويس صميمي رسنیو ته وويل چې دا نشه يي مواد له هلمند او زابل ولايتونو څخه بار شوي او په پام کې وه چې کابل ولایت ته قاچاق کړل شي.

"د طالبانو اقدامات د سولې د هڅو خلاف دي"

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونتي بلینکن وايي، واشنګټن په افغانستان کې روان وضعیت له نږدې څاري. هغه نن جمعه په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره یوه ګډ کنفرانس ته وویل، د ډیپلوماسۍ له لارې د افغانستان د روانې جګړې د ختمېدو لپاره د طالبانو هڅې د سولې د هڅو خلاف دي. په وروستیو کې په افغانستان کې شخړې زیاتې شوي او ځینې ولسوالۍ لاس په لاس شوي دي.

د ۲۰۳م تندر قول اردو: لوګر کې هوایي برید لس طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغان پوځ چارواکي وايي، د لوګر ولایت په مرکز کې هوایي برید لس وسله وال طالبان وژلي دي. د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند زیاته کړه، برید تېره شپه هوایي ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په "پادخواب شانه" سیمه کې کړی.  دی وایي، د برید په ترڅ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ تنه ټپیان شوي او یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه تللي دي.  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

خېبر پښتونخوا کې یوې محکمې یوه تورن کس ته د مرګ سزا واوروله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې یوې محکمې یوه تورن کس ته، د طب د یوې محصلې د وژنې په قضیه کې د مرګ سزا واوروله.  د مجاهد الله اپریدي په نوم دغه کس په ۲۰۱۸میلادي کال کې د عاصمې راني په نوم دغه نجلۍ په کوهاټ کې په ډزو سخته ټپي کړه.   هغې تر ساه ورکولو مخکې په یوه ویډیو کې پر مجاهد اپریدي د دې حملې تور لګولی و.  ویل شوي، اپريدي وروسته له هغې دا حمله وکړه چې عاصمې راني له هغه سره له واده کولو انکار وکړ.  د امنیتي ملحوظاتو له مخې دغه محاکمه نن د پېښور په مرکزي زندان کې وشوه چې قاضي د محاکمې پر مهال مجاهد اپريدی یې د مرګ په سزا محکوم کړ.



امریکا: دا ارزوو چې طالبان افغانستان کې شخړو ختمولو ته جدي دي؟

Pa.azadiradio.com 

امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن دا ارزوي چې ایا طالبان په افغانستان کې د شخړې ختمولو ته جدي دي؟ انتوني بلېنکن وویل، د طالبانو ډله د سولې د ثابتو هڅو پرځای هڅه کوي چې په افغانستان زیاتې سیمې ونیسي. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې د افغانستان او امریکا ولسمشران په څو ساعتونو کې سره وګوري او د افغانستان د روان وضعیت په باب بحث وکړي. انتوني بلېنکن چې د پاریس په سفر بوخت دی، د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۴مه) وویل، په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو محمد... Читать дальше...

د خوست سپیرې ولسوالۍ کې د افغان حکومت په ملاتړ وسله وال پاڅون وشو

Pa.azadiradio.com 

د جمعې په ورځ )د چنګاښ ۴مه) د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د ځدراڼ مېشتو سیمو اوسیدونکو د نظام په ملاتړ وسله پورته کړه او ويې ویل چې دوی به د هر ډول امتیاز پرته د خپل هېواد، سیمې، کلي او کور ساتنه کوي. دوی زیاتوله، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړي، افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکېل شي او مادي هستۍ يې ولوټل شي. د ځدراڼو د ټولنیزې شورا مشر حاجي مارک ځدراڼ په خپلو خبرو کې وویل، په اوسني وخت کې هر افغان ته په کار دي چې د نظام تر څنګ ودریږي او دا هېواد له شاتګه وژغوري. Читать дальше...

دفاع وزارت: ۹ ولسوالۍ مو بېرته ونیولې؛ طالبان: ۴ نورو ته مو هم سقوط ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، یوازې تېره شپه یې درې ولسوالۍ له طالبانو بېرته نېولي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو تر دې دمه اته ولسوالۍ له طالبانو تصفیه کړي. ښاغلي امان زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوې مشخصې برنامې په لړ کې تر اوسه ٨ ولسوالۍ په کندز، بلخ، تخار، پکتیا او فاریاب کې نېولي دي، اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي او یوازې تېره شپه دوه ولسوالۍ احمد ابا او سید کرم په پکتیا کې نیولي او فاریاب اندخوې ولسوالي... Читать дальше...

ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي: د کورنۍ غړي مو دې هم د کرونا ضد واکسین شي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کار کوونکي وایي چې د کورنۍ غړي یې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي. دوی پر عامې روغتیا وزارت غږ کوي چې د کورنۍ غړو ته یې د واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي. د کرونا ویروس د زرګونو نورو وګړو ترڅنګ د څه باندې سلو روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو ژوند هم اخیستی.  ننګیالی د محمد جناح روغتون یو له هغو نرسانو څخه و چې دوه اوونۍ وړاندې د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ساه ورکړه. د هغه ورور عبدالودوود وایي، ننګیالي له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو روغتونونو کې د نرس... Читать дальше...

دفاع وزارت: تېره شپه۳ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه درې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوي دي.  د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو په وروستیو کې ګڼې ولسوالۍ بېرته نیولي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوې مشخصې برنامې په لړ کې تر اوسه ٨ ولسوالۍ په کندز، بلخ، تخار، پکتیا او فاریاب کې نيولي دي. اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي او یوازې تېره شپه درې ولسوالۍ احمد ابا او سید کرم په پکتیا او اندخوی په فاریاب کې نیول شوي دي." د ملي دفاع وزارت نن په یوه جلا... Читать дальше...

پر یوې سرمشریزې د نه سلاکیدو په اړه د کرملین خواشیني

Pa.azadiradio.com 

کرملین په دې اړه چې د اروپايي ټولنې مشران ونه توانېدل له روسیې سره پر کومه سرمشریزه سلا شي، خواشیني وښوده.  له ولسمشر پوتین سره د اروپايي ټولنې د دې سرمشریزې پېشنهاد فرانسې او جرمني کړی و.  دا پلان وروسته له هغې ناکام شو چې د دې ټولنې ځینو غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول ختیځې اروپا چې د مسکو د تهاجم په اړه ژوره اندېښنه لري، په دې برخه کې مقاومت وښود.  تېره شپه په بروکسل کې تر بحثونو وروسته د اروپايي ټولنې رهبرانو ، نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل، دوی به روسیې سره د ډیالوګ نور قالبونه او شرایط څرګند کړي. Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: د پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د والي ویاند ادعا کوي چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د خپلمنځي نښتې له کبله د پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.  عطا الله خوګیاڼي نن جمعه ازادي راډیو ته په لېږل شوېو معلوماتو کې ویلي، دغه نښته پرون د پاکستاني او ځايي طالبانو ترمنځ شوې ده.  ښاغلی خوګیاڼی د ۲۰ پاکستاني او ۱۰ ځايي طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.  وسله والو طالبانو د دې نښتې په باب څه نه دي ویلي.

ملتان سلطانز د پي اېس اېل کرېکټ جام یووړ

Mashaalradio.com 

تر مېچ ګټلو وروسته ملطان سلطانز ته په انعام کې د اووه نيمه کروړه روپو چېک ورکړل شو. د دې لوبډلې کپتان محمد رضوان په خپلو خبرو کې وويل چې د ګټې تر شا يې راز دا وو چې په ټيم دننه يې د لوبغاو خپلمنځي پوهاوی ډېر زيات وو.

امریکا: ۶۵۰ پوځیان به افغانستان کې د ډیپلوماټانو خوندیتوب ته پاتې وي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د عمده برخې تر وتلو وروسته به هم، د امریکا ۶۵۰ پوځیان د ډیپلوماتانو د خوندیتوب لپاره په دغه هېواد کې پاتې شي. چارواکو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ ویلي، د امریکا دغو سلګونو پوځیان سربېره سلګونه نور امريکايي پوځيان به ښايي د سېپټمبر تر مياشتې مخکې تر هغه وخته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت د ترکیې ځواکونو ته سپارل کېږي په دې هېواد کې پاتې شي. Читать дальше...

قبایلي سیمې د پاکستان ایین کې پینځمه اکايي ده: بسم الله خان

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو د خيبر قامي جرګې مشر بسم الله خان مېلمه دی. نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې د خيبر مشران راغونډ کړي ول او د قبايلي ضلعو په خيبر پښتونخوا کې د ضم کېدو خلاف يې جرګه جوړه کړې وه. نوموړي وايي، د نورو قبايلي ضلعو مشران به هم په دې جرګه کې شامل شي. د ده په خبره د پاکستان ايين کې قبايلي سیمه پينځمه اکايي ده او د دې شناخت ختمولو خلاف به مبارزه جاري ساتي. د مشال مرکې کوربه ګل اياز دی.

کندز ښار کې لا هم اوبه او برښنا نشته؛ چارواکي: ۵ ورځني جګړې ۲۱ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندز ښار شااوخوا نږدې څنډې له پنځو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو او خونړیو جګړو شاهد دي. د دغو جګړو له کبله ۲۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۶۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، دې شمېر کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي. د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ ټول روغتیايي مرکزونو په دې څو ورځو جنګ کې خپل ولس ته خدمتونو وړاندې کړي او کوي یې، همدا راز حوزوي روغتون، د کووېډ-۱۹ روغتون او ولسوالیو کې زموږ کلینکونه خلاص دي او زموږ ټول صحي پرسونل... Читать дальше...

Новости России
Москва

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года


د امریکا فلورېډا کې نړیدلې ودانۍ؛ د خلکو د ژغورلو عملیات روان دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو په فلورېډا ایالت کې د یوې ۱۲ منزله ودانۍ د یوې برخې تر نړېدو وروسته د نورو کسانو پلټنه روانه ده.  میامي سواحلو ته نږدې د دې ودانۍ یوه برخه پرون ونړېده چې تر اوسه یې علت نه دی معلوم.   د ژغورنې ډلې او روزل شوي سپي د نورو ژوندي پاتې شویو د پلټنې په چارو بوخت دي.   چارواکي وايي، دوی داسې نښې نښانې لیدلي چې تر نړېدلې ودانۍ لاندې ښايي ځینې کسان ژوندي وي او دوی د شپې پر مهال د چارو د دوام پرېکړه وکړه. په پېښه کې د یوه تن مړینه تایید شوې او نږدې سل نور کسان لا هم تري تم دي. Читать дальше...

امریکا افغانستان سره د کرونا ضد واکسین ۳ میلیونه ډوزه مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وايي، د جانسن اېنډ جانسن شرکت له خوا د کرونا ضد تولید شوي واکسین درې میلیونه ډوزه افغانستان ته د مرستې په ډول ورکول کېږي.  د سپینې ماڼۍ یوې ویاند کارین جین پېیر برون وویل، دغه واکسینونه به تر را راوانې اوونۍ افغانستان ته ولېږدول شي.  ویل شوي چې د امریکا د متحد ایالاتونه به له افغانستان سره د نورو طبي وسایلو مرسته هم وکړي.  په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه ډېره خپره شوې چې په دې ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر هم ورسره زیات شوی دی.  روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو... Читать дальше...

راپور: د اوکراینې الوتکې د ویشتل کېدو مسوولیت ایران ته ورګرځي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډايي متخصصانو رسمي راپور وايي، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي په ایران کې د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې ویشتل له مخکې طرحه شوې وي.  دغه راپور وايي، د الوتکې د ویشتل کېدو ټول مسوولیت ایران ته ورګرځي.  د اوکراین نړیوال هوايي شرکت دغه الوتکه د ۲۰۲۰میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر اتمه د تهران له هوايي ډګره د کییف پر لوري تر الوتو وروسته وویشتل شوه، چې ټوله یوسل او شپږاویا سورلۍ یې ووژل شوه.  په وژل شوېو کې څه باندې ۱۳۰ تنه یې د کاناډا، نور یې د افغانستان، بریتانیا، ایران، اوکراین او سویډن وګړي وو. Читать дальше...

امریکا: د امریکا ۶۵۰ پوځیان افغانستان کې پاتې کیږي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکو ویلي، تمه کېږي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د عمده برخې تر وتلو وروسته هم، د امریکا ۶۵۰ پوځیان د ډیپلوماتانو د خوندیتوب لپاره دغه هېواد کې پاتې شي.  چارواکو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ ویلي، د امریکا دغه سلګونو پوځیان به احتمالاً تر سېپټمبر میاشتې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پاتې شي چې د ترکیې په مشرۍ د دغه میدان د امنیت ټینګولو بهیر  په رسمي ډول پیل شي.  دغو چارواکو دا خبرې د نوم نه ښوولو په شرط کړي، ځکه دوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د روان بهیر په اړه د خبرو اجازه نه درلوده. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский






Дебошира с самолета Сургут – Москва приговорили к штрафу в 600 тыс. рублей

Вице-президент АТОР Мурадян: спрос на отдых за границей в мае вырос на 35%

Самарский проект стал лауреатом Международного профессионального конкурса НОПРИЗ на лучший проект – 2023

Актриса Муцениеце пристыдила экс-супруга Прилучного после суда по алиментам