Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د افغانستان ولسي جرګې د ترانسپورټ وزیر قدرت‌الله ذکي استیضاح کړ

0
د افغانستان ولسي جرګې د ترانسپورټ وزیر قدرت‌الله ذکي استیضاح کړ

د افغانستان ولسي جرګې د ترانسپورټ وزیر قدرت‌الله ذکي دغې جرګې ته استیضاح کړ.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اور لګېدنې چې له امله‌يې په سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر د اور خوراک شول او دغه‌شان په دې وزارت کې غیر قانوني ټاکنې جرګې ته ښاغلي ذکي د استیضاح لاملونه بلل شوي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو ښاغلی ذکي جرګې ته په بې‌احترامۍ هم تورن کړی ځکه د دوی په وینا د جرګې غونډو ته د ځواب ورکولو لپاره نه‌دی حاضر شوی.

یو شمېر نورو وکیلانو بیا په یاد وزارت کې د کارکوونکو غیر قانوني ټاکنو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې باید دا شان کړنې بندې شي.

خو یو شمېر نور وکیلان بیا د جرګې ناستې ته د ترانسپورټ د وزیر قدرت‌الله ذکي له استیضاح سره مخالف ول.

د ترانسپورټ وزیر قدرت‌الله ذکي هم د انتقاد کوونکو وکیلانو په ځواب کې وویل چې اور لګېدنې ته رسېدنه د ترانسپورټ د وزارت کار نه‌دی او د وزارت د کارکوونکو د ټاکلو په پروسه کې هم ښکېل نه‌دی.

د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې د استازو نصاب نه‌و پوره، پرېکړه وشوه چې په دې اړه به سبا تصمیم ونیول شي.

د ترانسپورټ وزیر قدرت‌الله ذکي د ماليې او سوداګرې له وزیرانو وروسته درېیم وزیر دی چې د اور لګېدنو په اړه استیضاح کېږي.

په هرات، بغلان، فراه او د کابل د خیرخانې په کوتل کې وروستیو اور لګېدنو چې له امله‌يې نږدې ۲،۰۰۰ په سوداګریزو توکو بار موټر او د تېلو ټانکرونه وسوځېدل د راپورونو پر بنسټ خصوصي سکټور ته‌يې لږترلږه ۲۰۰ ملیونه ډالره مالي زیان واړوه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






Бонгонда – лучший игрок матча «Пари НН» - «Спартак»

Москва в разнообразии.

Железнодорожная компания из Латвии попросила разрешить покупку запчастей из РФ

«Динамо» догнало лидеров чемпионата России, «Спартак» не смог пробить Нигматуллина