Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو 

0
پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو 

پاکستان د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین سر له ننه په ټول هېواد کې پیل کړ. 

د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره له ۳۰ ملیون زیات ماشومان واکسین شي. 

چارواکو وویل چې دغه کمپاین به شاوخوا ۲۲۳ زره واکسیناتوران مخ ته وړي. د خېبر پښتونخوا ایالت روغتیایي چارواکو ویلي چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین په ترڅ کې به په دې ایالت کې له ۶ ملیون زیات ماشومان واکسین شي.

چارواکي وایي چې ۴۰ زره پولیس ګومارل شوي چې کور په کور د واکسیناتورانو د څه باندې ۳۰ زره ګرځنده ټیمونو امنیت خوندي کړي. 

په تېرو کمپاینونو کې د سخت دریځو وسله‌والو له‌خوا یو شمېر واکسیناتوران او د هغوی ساتونکي وژل شوي دي. 

پاکستان او افغانستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ نه‌ده له‌منځه تللې. 

په ۲۰۲۰ کال په پاکستان کې د پولیو ټولې ۸۴ پېښې ثبت شوې وې چې ۲۲یې په خېبر پښتونخوا او ۲۶یې په بلوچستان ایالتونو پورې تړلې دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Швентек отыграла у Соболенко три матчбола и стала самой молодой теннисисткой с 20 титулами с 2012-го






Житель Удмуртской Республики выиграл в гослотерею от «Столото» более 33 миллионов рублей

Shot: в Москве неизвестные похитили инвалида по слуху, избили и вымогали деньги

Справились с «Хаймарсами», справимся и с «ATACMS» – Баранец

Росія планує диверсії по всій Європі, – ЗМІ