Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

پر سیدالشهدا خونړۍ حمله؛ زده‌کوونکې د رواني درملنې لپاره بېرته خپل ښوونځي ته ورځي

0
پر سیدالشهدا خونړۍ حمله؛ زده‌کوونکې د رواني درملنې لپاره بېرته خپل ښوونځي ته ورځي

د کابل په لوېديځ کې د یوه ښوونځي مخې ته تر بمي حملې وروسته د دې ښوونځي زده‌کوونکې د رواني درملنې لپاره بېرته خپل ښوونځي ته ورځي.

دوی وايي چې هېڅکله به ونه‌وېرېږي او نه به له زده‌کړو لاس واخلي. د مې میاشتې په اتمه په دې حمله کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته تر ترهه اچوونکې بمي حملې څو اوونۍ وروسته، یو له دغو زده‌کوونکو فاطمه نوري او د دې نورې ټولګیوالې په خپل ټولګي کې راټولې شوې. 

د کابل په لوېديځ کې دا ښوونځی د مې میاشتې له اتمې نېټې راهیسې تړلی و.

په دې حمله کې د لږترلږه ۸۰ کسانو د وژل کېدو او ۱۶۰ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول چې ډېری یې د ښوونځي زده‌کوونکې نجونې وې.

فاطمه وايي، د رخصتي پر وخت بمي چاودنه وشوه.  

خو فاطمه غوندې ډېرې نجونې دي چې خپلو زده‌کړو ته اوس هم ژمنې دي.

فاطمه وايي: "زه ښوونځي ته له راتګه نه‌وېرېږم که بله حمله هم وشي. زه غواړم بیا راشم او تر دې هم پياوړې اوسم، خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم. حمله کوونکو ته زما پیغام دا دی چې دوی په حملو زموږ مخه نه‌شي نیولای او موږ به تر دې هم پیاوړي شو."  

د فاطمې پر ښوونځي د حملې مسئولیت تر اوسه هېڅ ډلې نه‌دی اخیستی.  

د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر درې‌نیم ملیونه زیاتې نجونې ښوونځو ته ځي. په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلې وې.  

وروسته له هغه چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان په بشپړه د وتلو اعلان وکړ، پر ښځينه خبریالانو، د بشري حقونو پر فعالانو او زده‌کوونکو د سخت‌دريځو حملې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونېسف اټکل کوي چې ۳.۷ ملیونه کوچنیان ښوونځي ته نه‌ځي چې ۶۰ فیصده‌یې نجونې دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев о победе на "Мастерсе" в Мадриде: у меня нет слов






Сотрудники Росгвардии обеспечили безопасность граждан в период празднования Светлого Христова Воскресения

Президент ДР Конго объяснил британцу, почему в Африке любят Россию

Почти все выпускники предпрофессиональных классов обучаются в вузах по своему профилю

Врач Аршакян перечислил возможные осложнения после операции по увеличению груди