ایران کې څاه ته د افغان پناه غوښتونکو د لوېدو پېښه کې ۲ تنه وژل شوي
ایرانۍ رسنۍ وايي، یوې څاه ته د یوه ډله افغان پناه غوښتونکو د لوېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د ځوانو خبریالانو اژانس راپور ورکړی، دغه پناه غوښتونکي د غبرګولي د اوولسمې پر ماښام وروسته له هغې څاه ته ولوېدل امنیتي ځواکونو ورته د درېدو امر وکړ.
بل خوا ایلنا خبري اژانس وايي، دغه غیرقانوني افغان کډوال د تعقیب پر مهال په تیاره کې د تېښتې له کبله څاه ته لوېدلي دي.
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ بیا د افغان پناه غوښتونکو پر موټر د ایران د امنیتي ځواکونو په ډزو درې کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیانشوي وو.
تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې د ایران سرحدي ځواکونو د تېر لمریز کال د غويي/ ثور پر دوولسمه ۴۷ افغان پناه غوښتونکي تر وهلو ډبولو وروسته مجبوره کړل چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.
له دې ډلې ۱۲ تنه مړه او ۱۷ نور تر اوسه تري تم دي.