Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د مخورو په نوم 'طالبانو ته د پوستو د تسلیمۍ منځګړیتوب' کوونکي نیول کېږي

0
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې که څوک د محلي مخورو په نوم طالبانو ته د امنیتي پوستو د تسلیمۍ منځګړیتوب وکړي وبه نیول شي.  


د دغه وزارت ویاند طارق ارین دا خبره په خپله فېس‌بوک پاڼه خپره کړې. هغه ویلي د دغو کسانو د نیولو امر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوی او تر اوسه‌یې یو شمېر نیول شوي هم دي.


د کورنیو چارو وزارت ویلي طالبانو ته د امنیتي پوستو د تسلیمۍ لپاره منځګړیتوب "له دښمن سره مستقیمه همکاري ده." 


د کورنیو چارو وزارت داسې وخت دا ګواښ ورکړی چې دا وروستۍ څو اوونۍ د طالبانو لاس ته د یو شمېر ولسوالیو د لوېدو او د امنیتي پوستو د محاصرې راپورونه ورکول کېږي. 


د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکندي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي." 


خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې طالبانو یوه ولسوالۍ هم نه‌ده نیولې، بلکې په ځینو سیمو کې دوی لنډمهالی تاکتیکي شاتګ کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса