Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

پوتین: که امریکا ورته اقدام ته اماده وی، شکمن سایبر مجرمین به مو ورسپارلي وی

0
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي که امریکا هم ورته اقدام ته اماده وی، نو مسکو به شکمن سایبر مجرمین ورتسلیم کړي وی.  


پوتین دا خبرې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر لیدنې مخکې په هغه مرکه کې کړي چې نن د روسیې په دولتي ټلوېزیون خپره شوې ده. 


پوتین ویلي که مسکو او واشنګټن په دې تړاو موافقې ته رسېدلي وی، نو مسکو د سایبر جرمونو شکمن عاملین امریکا ته سپارل په دې شرط چې امریکا هم ورته کار کړی وی. 


تمه ده پوتین او بایډن د جون په ۱۶مه په جنوا کې وګوري. د امریکا او روسیې اړیکې دا وروستي کلونه د روسیې د سایبري حملو په خاطر کړکېچنې شوې دي. 


سپینې ماڼۍ ویلي بایډن به له پوتین سره په لیدنه کې د دغو بریدونو موضوع راپورته کړي. 


د سایبري بریدونو مسئله یو وار بیا تازه وروسته له هغه ډېره یادېږي چې امریکايي چارواکو ویلي سایبري بریدګرو له روسیې په ختیځه څنډه کې د ګازو د پایپ‌لاینو چلوونکی هدف ګرځولی.


سیسټم‌یې ورتړلی او پيسې یې ترې غوښتي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса