Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د کابل ښار پرونۍ چاودنو کې د افغان فلم دوه کارکوونکې ووژل شوې

0
افغان فلم خبر ورکوي چې د دې ادارې دوه ښځینه کارکوونکې د کابل په پرونۍ چاودنو کې وژل شوې دي.  


د افغان فلم مشرې صحرا کریمي، نن (یکشنبه ، د جون ۱۳مه) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل له چاودنو یوه ورځ وروسته، د دې ادارې د دوه کارکوونکو مړي په عدلي طب کې د هغوی د کورنیو له‌خوا وپېژندل شول.  


هغې زیاته کړې طیبه موسوي او فاطمه محمدي، د پرونۍ چاودنې دوه قربانیانې دي چې تازه‌یې د افغان فلم د انیمېشن او د څېرې د ډيزاین په څانګه کې کار پیل کړی و.  


اغلې کريمي زیاته کړه چې وژل شویو کارمندانو یې د افغان ماشومانو په یوې پروژې باندې کار کاوه.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پرون په کابل ښار کې د سپرلیو دوه ټونس ډوله موټرو باندې د پرسونل ضد ماینونو چاودنې شوي چې له امله‌یې اووه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.  


تر دې دمه کومې ډلې یا کس د دې چاودنو مسؤلیت نه‌دی منلی.  


په دې وروستیو کې، د کابل لوېدیځ سیمو کې ښاري موټرونه د ماین چاودنو هدف ګرځېدلي.


د جون په درېیمه په همدې ډول یوه بله چاودنه کې د اریانا تلویزیون د خبرونو وړاندې کوونکې مینا خیري، مور او خور یې هم ووژل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса