Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

د افغانستان دفاع وزارت: تېر یوه شپه ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

0
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې تېر یوه شپه ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. 


د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې وسله‌والو طالبانو ته په لغمان، پکتیا، میدان وردک، ارزګان، نیمروز، بادغیس، سرپل او هلمند کې دا مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 


په دوام کې راغلي چې ۱۰۲ طالب وسله‌وال ټپیان شوي هم دي. 


طالبانو لا تر اوسه د دې اعلامیې په اړه څه نه‌دي ویلي. 


د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دې یادونه نه‌ده شوې چې افغان پوځیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې که څنګه. 


په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې تل ادعاوې کوي چې مقابل لوري ته‌یې درانه تلفات اړولي، خو دا ډول ادعاوې ډېر کم د خپلواکو سرچینو له‌خوا تأییدېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса